د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

خالد پښتون: معلومېږي چې د طالبانو په ډله کې درز راغلی


د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، د اوربند له ختمېدو وروسته په ښارونو کې د یوشمېر طالبانو پاتې کېدل په ډاګه کوي، چې دغه ډله وېشلې ده.

په داسې حال کې چې د اوربند له ختمېدو وروسته په یوشمېر ولایتونو کې له خلکو او افغان پوځي چارواکو سره د طالبانو ملاقاتونه لا هم روان دي، دغه کمېسیون وايي چې داسې معلومېږي چې په دغه ډله کې درز راغلی دی.

د دغه کمېسیون غړي خالد پښتون د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ځیني کورني طالبان چې د هلمندي طالبانو په نوم یادېږي، یوشمېر نور بیا په پاکستان کې اوسېږي، د پاکستان او د طالبانو تر رهبرۍ لاندې جګړې ته دوام ورکوي.

خالد پښتون
خالد پښتون

دی وایي:

"هغه څوک چې په افغانستان کې اوسېږي، له همدې ځایه جګړه کوي او له همدې ځایه قومانده ورکول کېږي، دوی له جګړې ستړي شوي او کورنۍ یې هم په همدې ځای کې دي، د سولې غوښتونکي دي، خو هغه طالبان چې په پاکستان کې اوسېږي او دلته جنګېږي، د سولې سخت مخالف دي او هڅه کوي چې د پاکستان او د طالبانو د رهبرۍ په قومانده چې په هغه هېواد کې مېشت دي، کار وکړي."

نوموړی ټینګار کوي چې د اختر په ورځو کې اوربند د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د باور رامنځته کېدو ته ښه زمینه وه او د نوموړي په وینا، دا د دې سبب شوې چې د دوی یوشمېر له جګړې لاس واخلي او بېرته د جګړې لومړیو لیکو ته ستانه نه شي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د اختر په درېيو ورځو کې د اوربند له ختمېدو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې په یوشمېر ولایتونو کې طالبانو اوربند ته دوام ورکړی او یوشمېر یې هم بېرته نه دي ساتنه شوي.

د پکتیکا د ولایتي شورا رئیس بختیارګل همت د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د اوربند له ختمېدو وروسته هم یوشمېر طالبانو خلکو او افغان پوځي مسؤلینو سره لیده کاته لري.

دی وایي:

"تېره ورځ د ارګون د پیرکوتیو په سیمه کې وسله والو طالبانو له افغان پوځيانو او عامو خلکو سره غونډه درلوده."

تېره ورځ د دفاع وزارت ویاند ازادي راډيو ته ویلي وو چې له ۲۵۰۰ طالبانو چې کابل ښار ته داخل شوی وو، نیم یې بېرته خپلو لیکو ته نه دي تللي او د سوله ییز ژوند غوښتنه یې کړې ده.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر هم را واخلو، خو بریالي نه شو.

افغان حکومت د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې اوربند اعلان کړ چې ورپسې وسله والو طالبانو هم د اختر په درېیو ورځو کې اوربند وکړ.

د اختر په درېیو ورځو کې یوشمېر وسله وال طالبان ښارونو ته داخل شول، له عامو خلکو او افغان چارواکو سره یې ملاقاتونه وکړل او په مختلفو سیمو کې وګرځېدل.

که څه هم افغان حکومت د اوربند موده لس ورځې نوره هم وغځوله، خو طالبانو د اختر له ورځو وروسته اوربند ختم اعلان کړ او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړ چې جګړو ته مخه کړي.

افغان کارپوهان وايي، اوربند د طالبانو په روان او ذهنیت مثبت تاثیر کړی او یوشمېر دې پایلې ته رسېدلي چې جګړه نه کوي او د سولې په فضا کې ژوند تېره وي.

د دغو کارپوهانو له ډلې خالد سادات په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ وروستي اوربند د طالبانو په لیکو، په ځانګړي ډول د دوی په جنګي ذهنیت او رواني اړخ کې بدلون راوستی او بل دا چې ډېری طالبان چې په جګړه کې وو، د افغانستان د خلکو له حالته یې درک نه درلود، اوس دوی درک کړې چې له چا سره جګړه او د کوم هدف لپاره جګړه کوي، فکر کېږي چې بالاخره دوی پوه شوي چې په یوه بهرنۍ جګړه کې ښکېل دي."

ښاغلی سادات د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ اوربند سولې ته د رسېدو لپاره یو مثبت ګام بولي او وايي چې دغه حرکت د خلکو په ګټه دی او په افغانستان کې د جګړې د لیکو په کمزورتیا زیات تاثیر لري.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو بل افغان کارپوه احمد سعیدي له افغان حکومته غواړي چې له ډېر احتیاطه کار واخلي او په ښارونو کې له پاتې شوو طالبانو دې د ځان په ګټه کار واخلي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG