د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

ایا ښارونو ته داخل شوي طالبان ټول بېرته وتلي، که لا هم پاتې دي؟


د افغانستان دفاع وزارت وايي، تأییدوي چې د اختر په درېیو ورځو کې کابل او نورو لویو ښارونو ته ځیني داخل شوي طالبان لا هم په دې ښارونو کې پاتې دي.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د اختر په درېیو ورځو کې د دوه اړخیز اوربند پر مهال سلګونه وسله وال طالبان ښاري سیمو ته ننوتي وو.

اوس دا اندېښنه ده چې ایا ښارونو ته داخل شوي ټول طالبان بېرته وتلي، که لا هم پاتې دي؟

د افغانستان دفاع وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، د کابل په ګډون لويو ښارونو ته د اختر په درېیو ورځو کې ډېر داخل شوي طالبان پاتې دي.

ښاغلی رادمنش بیا وايي، دا هغه ډله طالبان دي چې د ده په خبره، له جګړو ستړي شوي او غواړي سوله وکړي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"د دولت جزوتامونه چې د کابل په کمربندونو کې شته، هغه طالبان چې په دغو درېیو ورځو کې کابل یا نورو ولایتونو ته داخل شوي، دوی راجستر کړي دي، ځیني یې پاتې شوي، د دې لپاره چې دوی له جنګه کرکه ښودلې او په دې پوه شوي چې نور باید له هغو کړیو سره چې جنګ ته لمن وهي، خپلې اړیکې پرې کړي."

ښاغلی رادمنش وايي، یوازې کابل ښار ته شااوخوا ۲۴۰۰ بې وسلې طالبان داخل شوي وو چې له امنیتي ادارو سره ثبت او راجستر دي.

ده وویل، افغان حکومت هڅه کوي چې په مناسبو وختونو کې دوی ته د سوله ییز ژوند د برابرولو لار پرانیزي.

د کابل پولیسو تأیید کړه چې د ارغندي دروازې او اتمې حوزې له سیمو د اختر په دوهمه یو شمېر طالبان ننوتل چې امنیتي ځواکونو ته یې وسلې وسپارلې.

خو ځینی امنیتي کارپوهان وايي، ښارونو ته د ډله ډله وسله والو طالبانو ننوتلو خلک له دې اندېښنې سره مخ کړي چې طالبان څنګه له هغو پوځیانو سره په سوله ییزه توګه مخ شول چې تر پرونه یې په وړاندې جنګ کاوه.

د امنیتي چارو پوه اجمل سایس ازادي راډیو ته وویل، که حکومت د وتلو طالبانو دقیق ارقام له خلکو سره شریک نه کړي، د خلکو دا اندېښنه به لا پسې زیاته کړي.

دی وایي:

"په داسې یو مبهم شکل باندې دوه دښمنان سره مخ کېږي، یو بل سره په غېږ کې نیسي، بالاخره عکسونه سره اخلي، اتڼونه سره کوي، بیا چې کله د اختر درېیمه ختمېږي، په ولایتونو کې جنګ شروع کېږي، افغان حکومت باید ولس ته د دې ځواب ورکړي چې دومره طالبان راغلي دي او بېرته له ښارونو تللي، دا باید ولس ته په اثبات ورسوي او که چېرته دا په اثبات نه رسوي، دا یو نوی بحران دی چې زموږ ښاري محیطونه له دغه تشویش او تهدید سره مخ دي."

خو طالبانو د اختر په درېیم ماښام د اوربند د پای ته رسولو اعلان وکړ او په خپلو ټولو کسانو یې غږ وکړ چې د حکومت له کنټرول لاندې سیمو ووځي او د افغان پوځیانو او بهرنیو ځواکونو په وړاندې جنګ پيل کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په په خبرو کې بیا هم په دې مسئلې ټینګار وکړ چې طالبانو ته امر شوی، څو د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ووځي.

هغه د روېټرز اژانس هغه راپور هم رد کړ چې ښارونو ته داخل شوي او افغان پوځیانو سره عکس اخیستونکي طالبان به له ډسپلیني سزاګانو سره مخ شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG