د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

د اختر په درشل کې په بلخ کې څه تېرېږي؟


په بلخ کې امنیتي چارواکي د اختر د ښې لمانځنې په خاطر له هر ډول امنیتي تدابیرو څخه خبر ورکوي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند شیر جان دراني ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د اختر د لمانځنې په موخه مزار شریف ښار او د بلخ ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې لومړۍ درجه امنیتي تدابیر پلان شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند همداراز وویل چې دې امنیتي تدابیرو کې د پولیسو تر څنګ د ملي امنیت او ملي اردو ځواکونه هم ګډون لري.

شیر جان درانی وايي چې د اختر په ورځو کې به د وسله‌والو مخالفینو هر ډول تحرک دفع شي.

په بلخ کې د اختر په مناسبت امنیتي تدابیر
په بلخ کې د اختر په مناسبت امنیتي تدابیر

دراني زیاته کړه:

"لومړی درجه امنیتي تدابیر زموږ د چارواکو له‌خوا پلان شوي دي، په دې امنیتي تدابیرو کې چې د اختر لپاره ترسره کېږي، په‌کې د ملي اردو، ملي امنیت او پولیسو ځواکونه ونډه لري ترڅو د هر ډول ورانکاري او ترورېستي عمل مخه ډب کړي."

په همدې حال کې د مزار شریف اوسېدونکي هم د اختر لپاره له امنیتي تدابیرو خوښ برېښي او هیله لري چې اختر په امنه فضا کې پای ته ورسوي.

د مزار شریف دوو تنو اوسېدونکو داسې وویل:

"زما نوم غلام دی، د اختر لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي دي، بلخ کې امنیت ښه دی، هیله ده چې ټول اختر په امنه فضا کې تېر شي."

"زه خالد نومېږم، امنیتي ځواکونو امنیت نیولی دی او هیله لرو چې اختر به امن وسي، خلک د امنیت هیله لري او غواړي اختر په خوشحالیو تېر کړي."

په همدې حال کې د مزار شریف یو شمېر اوسېدونکي سره له دې چې د کوچني اختر رارسېدو ته خوشحاله دي، خو د مالي امکاناتو له نشتوالي څخه شکایت لري.

د بلخ دوه تنه اوسېدونکي داسې وايي:

"ادریس اختري یم، اختر راغی، روژه هم په خیر سره خلاصه شوه، خو زموږ اساسي ستونزه د پیسو او مالي امکاناتو نشتوالی دی چې اختر ته مېوه برابره کړو او ماشومانو ته جامې واخلو."

"سید احمد اکبري یم، اختر خو راغی، خو خلک هېڅ هم نه‌لري، د وچې مېوې اخیستلو ته حیران یو، موږ سره د خوراک هېڅ هم نه‌شته، د اختر جامې او مېوه خو بېله مسئله ده."

بلخ
بلخ

په ورته وخت کې بیا د مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکي له دې شکایت کوي چې د اختر په راتلو سره په بازار کې د خوراکي توکو او وچې مېوې قیمت دوه برابر لوړ شوی دی.

د مزار شریف د دوهمې ناحیې اوسېدونکی اسد حبیب‌یې په هلکه وايي:

"د خوراکي توکو قیمت نسبت بل هر وخت ته لوړ شوی دی، دولت هم دا چې ازاد باراز دی، یادې مسئلې ته هېڅ پام نه‌کوي، د اختر په راتلو سره د خوراکي توکو او وچې مېوې قیمتونه دوه برابر لوړ شوي دي."

په عین وخت کې د مزار شریف ښاروالۍ ادعا کوي چې سوداګر او هټۍوال د ازاد بازار قانون له حاکمیت څخه په ناوړه ګټه پورته کونې سره د خوراکي توکو قیمتونه‌یې په خپل‌سره توګه لوړ کړي دي.

د مزار شریف ښاروالۍ مرستیال عتیق‌الله وهاب‌زاده ازادي راډیو ته وویل چې د خوراکي توکو د قیمت د کنټرول او نظارت لپاره‌یې یو کمېسیون جوړ کړی دی.

هغه په دې باب وویل:

"په بازار کې د خوراکي توکو د قیمت د کنټرول او نظارت لپاره یو کمېسیون جوړ شوی دی، موږ هڅه کوو چې قیمتونه خپل نورمال حالت ته ورسوو، ترڅو د خلکو شکایت کم شي."

دا په داسې حال کې ده چې هر کال په بلخ ولایت کې د اختر او یا هم نوي کال په رارسېدو سره، په بازارونو کې د خوراکي توکو قیمتونه له اصلي بیې دوه برابره زیاتېږي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG