د افغانستان د لویې څارنوالۍ مسؤلین وايي چې په هېواد کې د تذکرو د جعل او تزویر په تور د کشفي او امنیتي بنسټونو له لوري ۵۸ تنه نیول شوي دي.
لویه څارنوالۍ وايي، د تذکرو جعل او تزویر جرم دی او عاملینیې چې په هره سطحه کې قانوني چلند به ورسره کېږي.
د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۴» کابل کې خبري غونډې ته وویل چې لویه څارنوالۍ به له انتخاباتي او امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ په انتخاباتو کې د تذکرو د جعل او تزویر مخه په جدي توګه ونیسي.
دی وايي:
"د تذکرو د تزویر او خرڅلاو په اړه تر دې دمه ۵۸ تنه نیول شوي دي او د قانون په رڼا کې به د دوی دوسیو ته رسېدنه وشي."
د ښاغلي رسولي په خبره دوی به هېڅچا ته اجازه ورنهکړي چې د جعلي تذکرو په استعمال سره د انتخاباتو د پروسې اعتبار زیانمن کړي.
د جمشید رسولي د معلوماتو له مخې په نیول شویو کسانو کې د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې ځیني کار کوونکي هم شامل دي.
دا پهداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملي شورا یو شمېر غړو د انتخاباتو په پروسه کې د تذکرو د جعل او تزویر په اړه اندېښنه ښودلې وه.
دوی ویلي و چې نن سبا هر څوک کولای شي ډېر په اسانۍ سره ځان ته څو تذکرې واخلي.
د نفوسو د احوال ثبتولو د مرکزي ادارې رئیس همایون محتاط بیا د ولسي جرګې په یوې غونډه کې ویلي چې ښايي د تذکرو په وېش کې درغلۍ وشي، خو دغه کچه دومره هم نهده چې په اړهیې اندېښنه ښودل کېږي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي، په هېواد کې د تذکرو د جعل او تزویر کچې ته په کتو د لویې څارنوالۍ اقدمات بسنه نهکوي.
د دغه جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست وايي:
"دا چې په ټول افغانستان کې دوی د تذکرو د جعل او تزویر د جرم په تور یوازې ۵۸ کسه نیولي دا بېخي کم دي، زه په ډاډ ویلی شم چې په هره کوڅه کې دوه یا درې د تذکرو درغلي کوونکي شته، په بګرامیو کې درې داسې ادرسونه راته معلوم دي چې د تذکرو جعل او تزویر پهکې کېږي، موږ ورته نومونه هم اخیستي، خو دوی تر اوسه هلته درغلي کوونکي نهدي نیولي."
د ښاغلي ځاځي په خبره افغان حکومت او په خاصه توګه عدلي او قضايي بنسټونه باید په انتخاباتو کې د تذکرو له درغلي کوونکو سره د قانون مطابق جدي چلند وکړي، نه دا چې په دغې پروسه کې له درغلي کوونکو سره سلیقوي چلند وشي او دغه پروسه هم نمایشي وي.
راپور: محمد حدیث پردېس