سره له دې چې نن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» د افغانستان په ښارونو کې د رأی ورکوونکو د نوملیکنې بهیر پای ته رسېږي، خو خوستۍ ښځې او فعالانې اندېښنه څرګندوي چې په دې ولایت کې د ښځو او پېغلو ډېره برخه پېژندپاڼې نهلري او دوی به ونهشي کولای چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.
هغوی زیاتوي، د خوست د ښځو او نجونو هغه برخه هم پوره تذکرې نهلري چې دندې لري او یا په ښوونځیو کې زدهکړې کوي.
خوستۍ فعالانې له افغان حکومته غوښتنه کوي چې د ښځو د تذکرو د نشتوالي ستونزه دې جدي ونیسي او هغوی لپاره دې د تذکرو د اخیستلو اسانتیاوې ډېرې کړي.
خوستۍ فعالانې او ښځې اندېښنه لري چې په راروانو ټاکنو کې به د یاد ولایت د ښځو ونډه لهدې کبله پیکه او کمرنګه وي چې د ښځو لویه برخه پېژندپاڼې یا تذکرې نهلري او له تذکرو پرته څوک نهشي کولای په ټاکنو کې برخه واخلي.
د تذکرو د نشتوالي له کبله به په ټاکنو کې د خوستیو ښځو ونډه لږه شي.
دوی وايي، تر اوسه د خوست نږدې ۳۰ زره ښځو او پېغلو نوملیکنه کړې چې دا د خوست د ښځو د نفوس ډېره وړه برخه جوړوي.
دوی زیاتوي، اوس ډېرې ښځې شته چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون او برخه اخیستلو لپاره لېوالتیا لري، خو تذکرې يې نهشته.
مدني فعاله ګل پاڼه ازادي راډیو ته وایي، ممکن تر ۲۰ سلنه زیاتې ښځې او نجونې تذکرې ونهلري، هغوی په ټاکنو کې د ګډون علاقهمندې دي، خو هغوی به د تذکرو د نشتوالي له کبله په ټاکنو کې له ګډونه محرومې شي.
د ښځو چارو یوه بله فعاله شفعیه نورزۍ وایي چې ان یو شمېر هغه ښځې چې دندې لري او د ښوونځیو نجونې هم تذکرې نهلري.
دا زیاتوي:
"ستونزې يې ډېرې زیاتې دي، دوی نهشي کولای چې په عام ډول او چې څومرهيې حق دی په ټاکنو کې ګډون وکړي، اساسي لامليې د ښځو د تذکرو نشتوالی دی، حتی زموږ هغه خویندې هم تذکرې نهلري چې په ښوونځیو کې دي، د کلیو او بانډو اوسېدونکي يې خو طبعاً نهلري."
د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د ولسمشرۍ او ولایتي شورا په ټاکنو کې د خوست څه د پاسه څلور لکه کسانو رأیې کارولې وې چې ۳۰ سلنه يې ښځې وې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون اړوند د خوست ولایتي دفتر وايي چې هغه مهال د تذکرو د شتون ستونزه نهوه او یوازې په وېشل شویو کارتونو خلکو د ټاکنو په ملي بهیر کې ګډون کولای شو.
په همدې حال کې د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، که څه هم په ښارونو کې د رأی ورکوونکو ثبتنام ختمېږي، خو دوی به اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړي چې په ولسوالیو، کلیو او بانډو کې د ښځو د نوملیکنې برخې ته خپله توجه ډېره کړي.
ښاغلي حبیبي وویل:
"هغه ستونزې چې د تذکرو د وېش په برخه کې په سایټونو کې موجود دي، یا په ټیمونو کې د خویندو د نشتوالي، یا کلتوري محدودیتونه او یا هم هغه نورې ستونزې چې ښځو پرې بحث وکړ، د هغې په درناوي به ذیربطو ادارو ته هدایت ورکړل شي چې دغه ستونزو ته ژر رسیدهګي وکړي، ځکه د انتخاباتو په ملي پروسه کې د ښځو ونډه اړینه ده."
د خوست ټاکنو کمېسیون ولایتي مشر عبدالرحمن محبت هم وایي چې رأی ورکوونکو په روان بهیر کې «۲۸۴۱۲» ښځو نوملیکنه کړې چې د ده په وینا دا د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په پرتله بېخي کم ارقام دي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې استازې ساهره شریف ټاکنې د ښځو د قشر لپاره هم ټاکونکې او ارزښتمنې بولي او غوښتنه کوي چې پهدې بهیر کې دې د ښځو د ونډې د پراخېدو لپاره هر اړخیز کار او عامه پوهاوی وشي.
دا وايي، کورنۍ پهدې برخه کې د رسنیو له لارې هم په مسایلو ځان پوهولی شي.
لهدې سره د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېرې شنبې په ورځ په ولسوالیو او کلیو کې د رأی ورکوونکو د نوملیکنې بهیر پیل کړ چې اټکل کېږي د رأی ورکوونکو شمېر چې اوس شااوخوا ۶ میلیونه کسانو ته رسیږي، زیات کړي.
یاد کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د روان لمریز کال د تلې ۲۸مه نېټه ټاکلې ده.
راپور: نجیبالله الوخېل