د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

د انتخاباتو کمېسیون: د زورواکو لاسوهنې یوازې ادعاوې دي، شواهد نه‌شته


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، که ثابته شي چې حکومتي مسؤلينو په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې او درغليو ته‌یې زمينه برابره کړې ده، هماغه ورځ به د داسې کسانو د دندې اخري ورځ وي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون هغو راپورونو ته په اشاره چې ګواکې د کندهار د امنيه قوماندان جنرال رازق په شمول يو شمېر زورواکي او ځايي چارواکي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د نوم ثبتولو په پروسه کې لاسوهنه کوي، وايي، دا تورونه پورې شوي دي، خو کمېسيون داسې شواهد نه‎لري چې دغه ادعاوې ثابتې کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون یو کمېشنر سيد حفيظ‎الله هاشمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل:

"تر اوسه په‎دې اړه هېڅ سند نه‎دی ترلاسه شوی. که ترلاسه شي، کمېسیون عاجله پرېکړه کوي، موضوع له ولسمشر سره شريکوي. طبعاً موږ به جدي اقدامات وکړو او هېڅ‎چا ته به اجازه ورنه‎کړو چې د انتخاباتو په پروسه کې لاسوهنه وکړي."

سید حفیظ‌الله هاشمی
سید حفیظ‌الله هاشمی

د ښاغلي هاشمي په وينا، په‎دې اړه د ولسمشر قوي ژمنه شته او حکومت تر خپله وسه هڅه کړې چې د کمېسیون په کارونو کې هېڅ ډول لاس‎وهنه ونه‎شي.

  • دا چې د لاس‎وهنو په صورت کې به د افغان حکومت او انتخاباتو د خپلواک کمېسيون اقدامات څه وي؟
  • که ثابته شي چې حکومتي مسؤلينو په انتخاباتو کې لاس‎وهنه کړې د دندې اخري ورځ به‌یې وي.

سيد حفيظ‎الله هاشمي وویل:

"دا به په وضاحت ووايم چې که داسې موارد رامنځته شي او ثابته شي چې حکومتي مسؤلينو د انتخاباتو په‎کار کې مداخله کړې ده او د درغلۍ زمينه‎یې برابره کړې، طبعاً هغه به د دوی د دندې اخري ورځ وي."

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو کې د رأی ورکولو لپاره د نوم ثبتولو پروسه د افغانستان د ښارونو په مرکزونو کې پای ته ورسېده، خو دا پروسه په کلیو کې د لړم مياشتې تر ۱۵مې نېټې دوام کوي.

  • د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کمېشنر سيد حفيظ‎الله هاشمي په‎دې اړه چې تر اوسه څومره نومونه ثبت شوي؟

وويل:

"زموږ مخکېنی هدف دا و چې وکړای شو له پنځو تر اوو میلیونو افغانان ثبت کړو. د هغو شمېرو پر اساس چې پرون چهارشنبه موږ ته رسېدلي، تر شپږ نيم میلیونه څه کم نومونه ثبت شوي دي. هيله شته چې په کلیو او بانډو کې هم د نومونو له ثبتېدو سره دا شمېر اوو میلیونو يا لږ زیاتو ته ورسېږي."

د ښاغلي هاشمي په وينا، په تېرو انتخاباتو کې شااوخوا ۲۱ میليونه کارتونه وېشل شوي وو چې دا شمېر ډېر لوړ وو او په افغانستان کې هغومره شمېر پر شرايطو برابر رأی ورکوونکي نه‎وو.

د ده په وينا، هغه مهال شرايط هم ښه وو او خلکو له انتخاباتو سره ځانګړې علاقه درلوده، خو اوس له‎دې سره چې امنیتي شرايط ښه نه‎دي، خو د تېرو انتخاباتو په پرتله ثبت شوی شمېر د خلکو برخه اخیستنه ډېره ښه ښيي.

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات به د روان لمريز کال د تلې په ۲۸مه نېټه وشي.

XS
SM
MD
LG