د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د یمن پر حدیده ښار د تهاجمي عملیاتو په اړه د "م. م" اندېښنه!


د یمن حکومت پلوه ځواکونو چې د سعودي عربستان مشرتابه‌یې ملاتړ کوي، د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» ​ په سره بحيره کې د يوه مهم بندر د بېرته نيولو لپاره عملیات پيل کړل.

دغه بندر د حوثي ياغيانو تر کنټرول لاندې دی.

د ملګرو ملتونو سازمان او خيريه مؤسسو پر حديده ښار د تهاجمي عملیاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ويلي يې دي:

"دا نظامي عملیات کولای شي د دې سیمې اته میلیونه اوسېدونکو ته د سوداګريزو توکو او بشري مرستو رسېدل فلج کړي."

د ملګرو ملتونو او خيريه ادارو په وينا، د بشري مرستو او اکمالاتو د رسېدو فلج کېدل به د جګړه ځپلي يمن د دې سیمې اوسېدونکي له قحطۍ سره مخامخ کړي.

د صنعا ښار یوه اوسېدونکي نوران محمد د حديده ښار د عملیاتو په اړه روېټرز خبري اژانس ته ويلي:

"د خوراکي توکو له لحاظه، په حديده کې جګړه به د صنعا ښار او حوثي ياغیانو تر کنټرول لاندې نورو ولايتونو د اوسېدونکو لپاره بشري ناورین رامنځته کړي."

​د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پر حوثي ياغيانو تور پورې کوي چې د حديده بندر له لارې له ايرانه قاچاق شوي وسلې تر لاسه کوي.

حوثي ياغيان او ايران دواړه دا تورونه ردوي.

په يمن کې جګړه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې هغه مهال پيل شوه چې د حوثيانو متحد ځواکونو د شمال لوېديځ بندرونه او د یمن د پلازمېنې صنعا په ګډون د دغه هېواد یو شمېر نورې سیمې اشغال کړې.

د ۲۰۱۵ میلادي کال د مارچ مياشتې راهيسې د سعودي عربستان او یو شمېر نورو سُني عربي هېوادونو په يمن کې د عبد ربو منصور هادي د حکومت په ملاتړ په دغه هېواد کې نظامي کمپاين پيل کړ.

د جګړو په نتیجه کې تر ۱۰ زرو زيات کسان وژل شوي دي چې په درېيو کې دوه برخې يې ملکي کسان وو.

په يمن کې تر ټولو زيات تلفات د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د هوايي بمباریو په نتيجه کې رامنځته شوي دي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د جګړو او محاصرو له کبله په يمن کې شااوخوا ۲۲ میليونه کسان بشري مرستو ته اړتيا لري.

ملګري ملتونه د يمن بحران د نړۍ تر ټولو بد بشري ناورين بولي.

XS
SM
MD
LG