د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۳۲

په یمن کې د جګړې له ښکېلو غاړه د ملګرو ملتونو غوښته


په یمن کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې په حدیده ښار کې له جګړو لاس واخلي او د مذاکراتو مېز ته ولاړ شي.

مارتین ګریفیتز نن پر ټویټر لیکلي چې په حدیده ښار کې د جګړو او د هغه له بشري او سیاسي عواقبو له کبله سخت اندېښمن دی.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف نن سهار پر دغه ښار بریدونه پیل کړل.

دغه ښار چې شااوخوا ۶۰۰ زره وګړي لري له کلونو راهیسي د ایران پلوه حوثي یاغیانو په کنټرول کې دی.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف حوثي یاغیانو ته د نن ورځې تر سهاره ضرب الاجل ټاکلی وو چې له دې ښاره ووځي.

دا په تېرو درېیو کلونو کې یوه سخته جګړه بلل شوې چې خیریه موسسې ګواښ کوي چې کولی شي دغه بېوزلی عربي هېواد له ډېر ستونزو سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG