د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

بالاخره د شمالي کوریا مشر څرنګه له امریکا سره مذاکرو ته حاضر شو؟


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، له اټمي وسلو د شمالي کوریا د پاکولو بهیر به ډېر ژر پیل شي.

ټرمپ ویلي چې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره کتنه‌یې فوق‎العاده بری و.

ټرمپ او کېم پرون سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» د سنګاپور په سنتوزا ټاپو کې سره وکتل.

دواړو تر تقریباً ۴۵ دقیقو دوه په دوه خبرو وروسته یو لړ اسناد هم سره لاسلیک کړل.

د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د ډونالد ټرمپ د کتنې لپاره د دواړو هېوادونو ډیپلوماتیکو پلاوو له ډېرې مودې راهیسې کار کاوه.

له اټمي وسلو د شمالي کوریا د پاکولو بهیر به ډېر ژر پیل شي.

ډونالد ټرمپ پرون سې شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» په سنګاپور کې له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره په کتنه کې ورته څرګنده شوه چې هغه هوښیار، په خپل هېواد میین، ښه مذاکره کوونکی او د شوخې طبعې سړی دی.

  • خو بالاخره د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون څرنګه له امریکا سره مذاکرو ته حاضر شو؟

د امریکا جمهور رئیس د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، ځکه هغه پوهېدلی چې موږ معامله غواړو، موږ غواړو چې معامله وکړو.

زه فکر کوم چې هغه له مخکېنیو ادارو سره دا احساس ونه‌کړي، مخکې نور خلک وو، خو اوس چې موږ دلته یو، هغه پوهېږي چې موږ معاله کول غواړو.

د ټرمپ او کېم تاریخي کتنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

ولسمشر ټرمپ وویل چې شمالي کوریا به له اټمي وسلو پاکه شي او دا کار به ډېر ژر پیل شي.

ټرمپ زیاته کړه چې د نورو کارونو تر څنګ، امریکا ته د هغو امریکايي عسکرو د پاتې شونو «بقایا» پر لېږدولو هم خبرې کېږي چې څو لسیزې مخکې، د کوریا په جګړه کې وژل شوي او مړي یې هلته پاتې شوي وو.

ټرمپ وویل چې په امریکا کې ډېرو خلکو لیکونه وراستولي وو او مخامخ‌یې هم ورته ویلي و چې د هغو امریکایانو چې څو لسیزې مخکې، د کوریا په جګړه کې وژل شوي وو، هډوکي یا خاورې، بېرته متحدو ایالاتو ته یوسي.

ټرمپ وویل چې د شمالي کوریا مشر دا خبره ورسره منلې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر همداراز وویل چې د شمالي کوریا له مشر سره‌یې په شمالي کوریا کې د ناوړه بشري وضعیت، د شمالي کوریا د خلکو د فقر او محرومیت په اړه خبرې کړې دي.

ډونالد ټرمپ وویل:

"واضح ده چې ۹۰ فیصده وخت کې موږ پر اټمي خلع سلاح خبرې وکړې، خو ډېرې نورې مسئلې هم وې چې بحث ورباندې وشو او د بشري حقونو خبره هم په‎کې راځي. د امریکايي عسکرو د بقایا بېرته وړل په اسنادو کې ثبت شوه، موږ نورې ډېرې مسئلې هم په هغو اسنادو کې چې لاسلیک شوي، ثبت کړي چې تر هغه چې خلکو یې ګومان کاوه، ډېرې زیاتې دي."

ټرمپ د امریکا غږ د خبریالې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هېڅ یوه هم مقابل لوري ته ضرب‎الاجل نه‎دی ټاکلی او په نننیو مذاکرو کې چې د ټرمپ په وینا، له ډېرې مودې راهیسې د دواړو هېوادونو سیاسي استازو زمینه ورته برابروله، د یوه ستر ممکن بحران مخنیوی شوی دی.

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

ډونالد ټرمپ زیاته کړه:

"تاسو پوهېږئ چې دلته هر ډول بحران په جګړه بدلېدلای شوی، د میلیونونو انسانانو په مړینه ختمېدلای شوی، تاسو شمالي کوریا ښه پېژنئ، جنوبي کوریا ۲۸ میلیونه وګړي لري او هلته چې د میلیونونه انسانانو د مرګ امکان وو، موږ به لانجه په موافقه ختمه کړو."

ډونالد ټرمپ وویل چې په جنوبي کوریا کې د امریکا د متحده ایالاتو عسکر به هلته پاتې شي او پر دې مسئله‌یې اصلاً له شمالي لوري سره خبرې نه‎دي کړي.

ټرمپ وویل چې د شمالي کوریا د مشر په اړه فوق‌العاده ښه احساس لري.

XS
SM
MD
LG