د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۲

د شمالي کوریا مشر له ټرمپ سره د لیدنې لپاره سینګاپور ته رسېدلی

د شمالي کوریا مشرکیم جونګ اون د امریکا د متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د تاریخي کتنې لپاره سینګاپور ته ورسېد.

د سینګاپور د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د شمالي کوریا مشرکیم جونګ اون نن دې هېواد ته ورسېد.

ویویان بالکریشنان «Vivian Balakrishnan» په یوه ټویټري پیغام کې سینګاپورته د کیم د رسیدو د هرکلي ترڅنګ یوتصویرهم خپورکړي چې پکې کیم عینکې په سترګو په مایوُستي خړه دریشي کې ښکاري چې دواړو یوبل ته سره لاس ورکړی.

ټاکل شوې چې کیم نن د ورځې په وروستیو کې د سینګاپور له صدراعظم لیي حسین لوونګ «Lee «Hsien Loong سره وګوري.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د کاناډا له کبیک ښار څخه د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې له ګډون وروسته د سینګاپور پر لور روان شوی دی.

ټرمپ به نن د ورځې ناوخته سینګاپور ته ورسېږي او سبا به د دې هېواد له صدراعظم سره وګوري.

د ټرمپ او کیم غونډه د سې شنبې په ورځ د جون دولسمې ته پلان شوې چې په هغې کې به د شمالي کوریا د اټمي وسلو او د کوریا د یوې داسې ټاپووزمې چې له اټمې وسلو څخه پاکه وي، پر مسلو تمرکز وشي.

ټرمپ ویلي چې دغه غونډه د شمالي کوریا لپاره یوځل چانس دی، خو دی یې په اړه ډاډمن دی.

ټرمپ ویلي چې په یوه دقیقه کې به پوه شي چې ایا کیم د خپلو اټمي وسلو په له منځه وړلو کې جدي دی کنه؟ هغه زیاته کړه چې د امریکا او شمالي کوریا چارواکو په سینګاپورکې دې کتنې ته د تیاریو لپاره ډېر ګډ کار کړی دی.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

سینګاپور ته له ټرمپ سره د پلاوي په ترکیب کې د هغه د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، د ملي امنیت سلاکار جان بولټن، د سپینې ماڼۍ د ادارې رئس جان کلي او د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مسؤله سارا ساندرز شامل دي.

د امریکا او د شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ د کتنې لپاره سینګاپور ځکه غوره شوی چې دا هېواد د نړیوالو مهمو غونډو د امنیت د ټینګښت له پلوه ډېر مشهور دی او بل په نړۍ کې د شمالي کوریا د ۴۸ سفارتونو له جملې یویې هم په دې هېواد کې فعال دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG