د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۰:۰۸

د مکرون خبرداری: ټرمپ دې له خپلو متحدانو سره تجارتي جګړه نه پیلوي


د فرانسې ولسمشر له خپل امریکايي سیال څخه غوښتي چې له خپلو متحدانو سره دې تجارتي جګړه نه پیلوي.

ولسمشر ایمانوئل مکرون خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې له خپلو متحدانو سره دې تجارتي جګړه نه پیلوي.

مکرون وویل، که امریکا داسې وکړي، نو د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو د ټولنې «G7» د نورو غړو له‎خوا به له انزوا سره مخامخ شي.

ټاکل شوې ده چې د «G7» ټولنې د غړو هېوادونو سرمشریزه نن او سبا د کاناډا په کیوبک ایالت کې جوړه شي.

ښاغلي مکرون په‎دې غونډه کې د ګډون لپاره پرون کاناډا ته له روانېدو مخکې په یوه پیغام کې ولیکل چې ولسمشر ټرمپ حتماً نه غواړي هېواد یې منزوي شي، خو که اړتیا پېښه شي، نو د ټولنې پاتې غړي به هم د یوې شپږ اړخېزې موافقې له لاسلیکولو ډډه ونه‎کړي.

امانوئل مکرون
امانوئل مکرون

مکرون لیکلي چې د «G7» پاتې شپږ هېوادونه په یو رښتیني نړیوال قدرت بدل شوی دی او امریکا باید دا خبره هېره نه‎کړي چې دا هېوادونه په ګډه د امریکا په پرتله لوی مارکیت جوړولای شي.

ولسمشر ټرمپ د ښاغلي مکرون د پیغامونو په ځواب کې پر ټویټرځوابي تبصرې ولیکلې.

هغه په خپلو تبصرو کې وویل چې دی په کاناډا کې د «G7» په غونډه کې د تجارت په برخه کې د خپل هېواد د ګټې لپاره ګډون کوي، ځکه د ده په وینا له نورو هېوادونو سره تجارتي موافقې ټولې د امریکا په تاوان دي.

ښاغلي مکرون د «G7» د سرمشریزې کوربه هېواد کاناډا ته له رسېدو وروسته له ولسمشر جاسټین تروډو سره د کتنې پرمهال وویل، د دوستانو ترمنځ باید جګړه تجارتي نه‎وي.

ښاغلي مکرون څرګنده کړه چې د «G7» له سرمشریزې مخکې به د بریتانیا، ایټالیا او جرمني له مشرانو سره هم وګوري.

هغه وویل، د ده لپاره اصول مهم دي او زیاته یې کړه، دی او ولسمشر ټرودو به هڅه وکړي چې ولسمشر ټرمپ قانع کړي، څو پر خپلو متحدانو د تعرفو وضع کول د تجارت له نظره پرځای کار نه‎دی.

XS
SM
MD
LG