د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۳۸

محمد جواد ظريف: د نړۍ قدرتونه دې د ایران اټمي موافقې ته ژمن پاتې شي


د ايران لوړپوړي ډیپلوماټ د نړۍ له قدرتونو غوښتي چې د ۲۰۱۵میلادي کال اټمي موافقې ته ژمن پاتې شي.

د ايران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظريف ويلي چې د امریکا د سر زورو تکتيکونو د مخنیوي او د امریکا د بنديزونو په نتيجه کې د ايران د اقتصادي زيانونو د جبران کولو لپاره دې د نړۍ قدرتونه د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقې ته ژمن پاتې شي.

دا خبره ظريف په يوه ليک کې کړې چې د ده پر ټويټرپاڼه د پنجشنبې په ورځ خپور شو.

جواد ظریف ويلي، د موافقې د خونديتوب لپاره حتمي ده چې د موافقې نور غړي هېوادونه دې د ايران هغه اقتصادي زیانونه جبران کړي چې له اټمي موافقې څخه د امریکا د وتلو او پرتهران د نورو بنديزونو لګولو په نتيجه کې ايران ته واوښتل.

ده ويلي چې ايران اوس ګوري د موافقې پاتې غړي هېوادونه څه ډول هغه ګټې تضمينولای شي چې د موافقې په نتيجه کې باید د ايران خلک ورڅخه برخمن وي؟

جواد ظريف همدا راز خبرداری ورکړی چې که ګټې یې خوندي نه‎شي، ايران حق لري چې له موافقې څخه د امریکا د وتلو په نتيجه کې اقدامات وکړي.

د ظريف دا غوښتنې په‎داسې حال کې دي چې یو شمېر سوداګرو اعلان کړی چې له ايرانه به ووځي، که‎نه د سرغړونې په صورت کې به د امریکا د بنديزونو په نتيجه کې میلياردونه ډالر جریمه شي.

هغه شرکتونه چې په بشپړه توګه يا نيمايي وتلو خبره یې کړې ده، ټوټال، رينالټ، ريلاينس، الاينز، ډي زي بانک، دانسکې بانک، بي سي پي، مايرسک او کې بي سي دي.

د څېړونکو د اټکل له مخې، د دغو شرکتونو د وتلو په صورت کې اقتصادي زیانونه تر میلياردونو ډالرو رسېږي.

يوازې د ايران د خامو تيلو بازار ته ښايي، د صادراتو او عايداتو په برخه کې له کاله ۱۰ میليارده ډالر زیان ورسېږي.

په لیک کې د ايران د بهرنیو چارو وزير محمد جواد ظريف د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د ده په وينا د واشنګټن د سرزوري تکتيکونو پر وړاندې ودرېږي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د ايران ولسمشر حسن روحاني په چين کې د جون په نهمه او لسمه نېټه د شنګهای همکاريو سازمان په سرمشريزه کې ګډون کوي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني
د ايران ولسمشر حسن روحاني

دا سرمشريزه له ايران او منځنۍ اسيا سره پر اقتصادي اړيکو پراخولو متمرکزه ده.

ايران د دغه سازمان ناظر هېواد دی.

ويل کېږي د روسيې او چين د مشرانو په حضور کې ښايي د نړۍ له قدرتونو سره د ايران د ۲۰۱۵میلادي کال له اټمي موافقې څخه د امریکا د وتلو په اړه هم خبرې وشي، خو د ايران اټمي موافقه د رسمي خبرو په اجنډا کې نه‎ده شامله.

د چين ولسمشر شي جین پينګ به د سرمشريزې په څنډه کې له روحاني سره وویني.

XS
SM
MD
LG