که څه هم په جرمونو کې د یو شمېر وکیلانو او زورواکونو د ښکېلتیا په اړه ادعاوې تازه نه دي، خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي انتقاد کوي چې مسؤلین د ولس د ملاتړ سربېره د دوی د نومونو د افشا کولو جرآت نه کوي.
د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی وايي، په دې کې شک نشته چې د مافیا یا زورواکو پر وړاندې مبارزه له خطره خالي نه ده، خو مسؤلین باید دا جرآت وکړي.
ښاغلي کټوازي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کورنیو چارو د وزیر هغو څرګندونو ته په اشارې سره چې ګواکې انتحاریان په کابل کې ساتل کېږي وايي، مسؤلین باید د خبرو پرځای اقدام وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د خطر او ریسک اخیستل هم په کار دی، که د کورنیو چارو وزیر اقدام کوي په پارلمان کې به یې هم وکیلان ملاتړ وکړي ځکه د پارلمان ټول غړي داسې نه دي چې ګواکې د حق طرفداري ونه کړي."
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې د کابل ښار په ځینو شخصي کورونو کې تروریستان ساتل کېږي.
که څه هم ښاغلي برمک په دې اړه زیات جزئیات نه دي وړاندې کړي، خو تر دې وړاندې یې د مشرانو جرګې یوې غونډې ته ویلي چې پولیس د تورو ښیښو لرونکي او غیر قانوني موټر چې مشکوک وي، دروي، خو د ملي شورا ځيني غړي يې خلاصون ته ورځي.
تر ډېره د عامو خلکو له لورې هم دا انتقادونه مطرح کېږي چې وسله وال په تورو ښیښو موټرو کې تر کابل رارسول کېږي.
په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندان داوود امین هم د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي چې د کورنیو چارو پر وزارت وروستۍ حمله کې له داسې موټرو استفاده شوې چې اسناد نه لري.
د ښاغلي امین په خبره دا ډول وسایط اکثره زور واکي او د ملي شورا یو شمېر غړي کاروي.
د کابل د امنیه قومانداني ویاند حشمت ستانکزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ملي شورا یو شمېر غړي او زورواکان پولیسو ته ستونزې جوړوي چې تازه بېلګه یې د کابل د ولایتي شورا غړې زهره نوابي ده.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې زهره نوابي د دریو تنو مشکوکو کسانو چې غیرې قانوني وسلې او موټر هم ورسره وه د خلاصون لپاره یې امنیه قوماندان ګواښلی دی.
خو زهرې نوابي له ازادي راډیو سره په خبرو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل:
"ما امنیه قوماندان نه دی ګواښلی یوازې له ترکیې مې ورته د خپل موکل د خلاصون په اړه چې ګناه یې نه وه زنګ وهلی و خو کله چې ده مخالفت وکړ ما یوازې همدومره ورته وویل چې کابل ته راغلمه بیا به دا مسئله حل کړو."
د اغلې نوابي په خبره د نوموړي په ګډون قانون باید پر ټولو یو شان پلی شي، خو امنیتي ځواکونه او په خاصه توګه پولیس هم په ځینو مواردو کې خپل مسولیتونه په سمه توګه سرته نه رسوي.
راپور: محمد حدیث پردېس