د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۴ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۴

د پاکستان پخواني قاضي القضات ناصر الملک د سرپرست صدراعظم په توګه لوړه وکړه


د پاکستان پخواني قاضي القضات ناصرالمُلک نن جمعه د ولسمشر ممنون حسين په حضور کې د دې هېواد د سرپرست صدراعظم په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

دى به دوه مياشتې په داسې حال کې پر دغه مقام پاتې وي چې د دغه هېواد ولسمشر د پارلمان ولسي جرګه چې ډېره ځواکمنه ګڼل کېږي، منحل اعلان کړه.

دا د پاکستان په تاریخ کې دويم ځل دی چې ملي اسمبلۍ خپله پنځه کلنه دوره بشپړوي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، په ٦٠ ورځو کې دننه بايد د ملي او ايالتي اسمبليو لپاره نوي انتخابات وشي.

ناصر الملک
ناصر الملک

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، ناصر المُلک چې د ډموکراتيکو بنسټونو د خونديتوب دفاع يې کړې ده، تر هغو چې د انتخاباتو نتيجه اعلانېږي، د لنډمهاله حکومت مشري به کوي.

مخکني صدراعظم شاهد خاقان عباسي د پنج شنبې د شپې په نيمايي کې استعفا وکړه او د صدارت لانجمنه دوره يې چې د ٢٠١٧ میلادي کال په جولاى کې پيل کړې وه، پاى ته ورسېده.

عباسي وروسته له هغې د پاکستان د صدارعظم په توګه وټاکل شو چې نواز شريف د اداري فساد له کبله د سترې محکمې له خوا د صدارت له څوکۍ سلب صلاحيت شو. نواز شريف اوس د هغو تورونو له کبله له محاکمې سره مخامخ دى.

د پاکستان واکمن ګوند مسلم ليګ ن او اپوزسيون د دوشنبې په ورځ ناصر المُلک د دې څوکۍ لپاره غوره کړ.

په پاکستان کې د ملي او ايالتي اسمبليو د څوکیو خپلولو لپاره انتخاباتي پروسه د کانديدانو په نوم ليکنې سره د يکشنبې په ورځ پيلېږي.

کانديدان تر راوانې چهارشنبې وخت لري چې ځانونه ثبت کړي، ګټونکى ګوند به نوى صدراعظم ونوموي.

ځينو ګوندونو او فعالانو داسې اندېښنې ښوولي چې دغه انتخابات ښايي وځنډېږي.

په دې لړ کې مخکني صدراعظم شاهد خاقان عباسي د پنجشنبې په ورځ وکيلانو ته په خپله وروستۍ وينا کې وويل، د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند به په انتخاباتو کې د هر ډول ځنډ مخالفت وکړي.

شاهد خاقان عباسي
شاهد خاقان عباسي

د عوامي نيشنل ګوند وياند زاهد خان ازادۍ راډيو ته وويل چې ځيني کسان د دغو ټاکنو د ځنډولو هڅه کوي.

دی وایي:

"ځيني کسان لګيا دي، د دغو انتخاباتو د ځنډولو هڅه کوي، خو دا کار نه د هېواد او نه د ملت په ګټه دى، امکان نه لري چې دغه ټاکنې دې لس ورځې يا مياشت وروسته وشي، د ټاکنو ځنډول به سياسي ګوندونو ته زيان ورسوي، هېواد به مو هم زيانمن کړي."

ناصر المُلک چې اوس د سرپرست صدراعظم په توګه غوره شوى، له ٢٠١٤ میلادي څخه تر ٢٠١٥میلادي کال پورې د پاکستان د قاضي القضات په توګه دنده ترسره کړې ده.

د عمران خان د ګوند په ګډون، تقريباً ټولو ګوندونو د موقت صدراعظم په توګه د ناصر المُلک د نومول کېدو هرکلى کړى دى.

XS
SM
MD
LG