د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۲۴

د حکمتیار د سولې د وړاندیز پر اساس له وسله‌والو طالبانو سره د پټو خبرو نوي اړخونه!


طالب سرچینې او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي مسؤلین وایي له وسله‌والو طالبانو سره کومې پټې خبرې چې اوس جریان لري، د هغه وړاندیز پر اساس پیل شوي چې څه موده وړاندې د ګلبدین حکمتیار له‌خوا شوی و.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن تېره ورځ له طالبانو سره له دغو پټو خبرو پرده پورته کړه.

ښاغلي نېکلسن د چهارشنبې په ورځ د وېډیو کنفرانس له لارې په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د سولې بهیر د پرمختګ لپاره له وسله‌والو طالبانو سره پټې خبرې روانې دي او دا یې هم ویلي چې نه‌شي کولای په دې مرحله کې په مشخص ډول د کوم طالب نوم واخلي.

جنرال جان نېکلسن ویلي د طالبانو د متوسطې او لوړې سطحې طالبانو سره اړیکې نیول شوې دي.

جان نېکلسن
جان نېکلسن

د طالبانو یوې سرچینې چې له رسنیو سره د خبرو صلاحیت نه‌لري، د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته د دغه امریکایي جنرال خبرې تأیید کړې او ویې‌ویل له هغو طالبانو سره اړیکې نیول شوي چې سولې ته لېواله دي او غواړي له جګړې لاس واخلي.

دغه سرچینه چې د دې اړیکو له جریانه با خبره ده، زیاتوي چې اوسنۍ خبرې د هغه وړانديز پر اساس شوې دي چې څه موده وړاندې د ګلبدین حکمتیار له‌خوا مطرح شوی و.

دا موضوع د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یوه لوړپوړي غړي هم ازادي راډیو ته تأیید کړه.

محمد امین کریم که څه هم په دې اړه ډېر جزئیات ورنه‌کړل، خو وایي دا خبرې په لومړیو پړاوونو کې دي.

امین کریم
امین کریم

ښاغلي کریم زیاته کړه:

"زه دا تأییدوم چې خبرې پر همدې شااوخوا دي، خو د طالبانو مشرانو تر اوسه په دې اړه خپل ګډ رسمي یا غیر رسمي دریځ نه‌دی وړاندې کړی. هغوی په خپلو کې په دې اړه بحثونه کوي او غواړي د موضوع د جزئیاتو په اړه لا ډېر معلومات ولري."

ګلبدین حکمتیار د ۲۰۱۸ کال د مارچ پر څلورمه له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې طالبانو ته د سولې د یوه وړاندیز په اړه خبرې وکړې چې په هغه کې د طالبانو لپاره د امن سیمو د جوړولو خبره مطرح شوې وه.

نوموړي هغه مهال وویل چې دا وړاندیز یې له ولسمشر اشرف غني سره هم شریک کړی دی.

د امن سیمو د اعلان څخه هدف طالبانو ته د ولایتونو او سیمو پرېښودل نه‌دي، بلکې چارواکي دې په‌کې په دنده وګمارل شي.

ښاغلي امین له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د ګلبدین حکمتیار د وړاندیز د عمده ټکو په اړه وویل؛

  • مذاکرات باید حد اقل په لومړیو مراحلو کې د نورو هېوادونو د رسمي مداخلې او حضور پرته وي.
  • په پلازمېنه کې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د طالبانو لپاره د یوه رسمي دفتر پرانیستل.
  • د طالبانو لپاره امن سیمې اعلان شي، څو طالبان په ازادانه ډول وکولای شي له خپلو کورنیو سره هلته تګ راتګ وکړي.

محمد امین کریم ټینګار وکړ چې د امن سیمو د اعلان څخه هدف طالبانو ته د ولایتونو او سیمو پرېښودل نه‌دي، بلکې چارواکي دې په هغو سیمو کې د طالبانو سره په تفاهم کې په دنده وګمارل شي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن دغه‌راز ویلي چې د سولې په روانو پټو خبرو کې ځیني نړیوال سازمانونه، بهرني حکومتونه او نورې علاقه‌مندې ډلې هم شاملې دي.

د ښاغلي نېکلسن په خبره امریکایي ډیپلوماتان هم په دې مذاکراتو کې شامل دي.

د طالبانو سرچینې وایي امریکا، سعودي عربستان او پاکستان له طالبانو سره د خبرو لپاره ګډې هڅې پیل کړې دي او په افغانستان، پاکستان او قطر کې د طالبانو له ځینو غړو سره اړیکې نیول شوې دي.

د دغې سرچینې په خبره لا تر اوسه د هبت‌الله په مشرۍ شورا سره اړیکې نه‌دي نیول شوي او داسې نه‌ښکاري چې ملا هبت‌الله دې سولې ته لېواله وي.

بل‌خوا بیا ملا منان نیازی چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا د ملا رسول په مشرۍ ډلې سره اړیکې نیولي؟ که څه هم ډېر جزئیات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل چې دوی د مذاکراتو له بېلابېلو خواوو سره په تماس کې دي.

ملا منان نیازی
ملا منان نیازی

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي لوړپوړي غړي محمد امین کریم د مذاکراتو په بهیر کې د نورو هېوادونو د ښکېلتیا په اړه وویل:

"ځیني هېوادونه له بده مرغه په دې کار کې خپلې ګټې لري، صلاحیتونه لري او دخیل دي. هغوی هم په خپله سطح سلا مشورې کوي. هغه خبرې چې ښاغلي اتمر د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره درلودې، ډېر په دې برخه کې ګټور تمامېدای شي. د افغانستان دولت باید هم‌مهاله د یوه دولت په حیث له دغو هېوادونو سره تفاهم ته ورسېږي څو هغه خنډونه چې دغو هېوادونو تر اوسه رامنځته کړي دي، په تدریجې ډول لیرې شي."

ښاغلي امین د دې پوښتنې په اړه چې د طالبانو ډلې سره مذاکرات څه وخت رسماً پیلېږي؟ وویل چې دا خبرې اترې وخت نیسي او باید په نږدې اوونیو او میاشتو کې ورته په تمه ونه‌اوسو.

د طالبانو سرچینه وایي له دې کبله چې دغه ډله تر ډېره تر نړیوالو فشارونو لاندې راغلې، غواړي خپله رهبري چې په پاکستان کې ژوند کوي، له هغه هېواده وباسي.

د دغې سرچینې په خبره د ریاض د وړاندیز پر اساس هغه طالبان چې بېرته افغانستان ته تګ ته لېوالتیا نه‌لري، کولای شي په سعودي عربستان کې ژوند وکړي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن داسې مهال له طالبانو سره له پټو خبرو پرده پورته کړه چې وسله‌والو طالبانو څه موده وړاندې د خندق په نوم خپل پسرلني عملیات اعلان کړل او تر هغه ورسته‌یې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې بریدونه ډېر کړي دي.

د افغانستان د سولي عالي شورا چې له وسله‌والو مخالفینو سره د اړیکو او خبرو د پر مخ وړلو یوه مسؤله اداره بلل کېږي، د دغو خبرو چې جنرال جان نېکلسن‌یې یادونه کړې، بې‌خبري وښوده، خو د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له لوري د سولې خبرو ته لېوالتیا لیدل کېږي او دا هغه څه دي چې دغې شورا یې تل یادونه کړې ده.

د افغانستان حکومت تر اوسه رسماً له وسله‌والو طالبانو سره د پټو خبرو په اړه څه نه‌دي ویلي.

خو وسله‌والو طالبانو تازه ازادي راډیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه څرګندونې رد کړي او لیکلي دي چې دوی نه‌غواړي د دوی په وینا له بې‌صلاحیته جهتونو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG