د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

کارپوهان: ښايي کابل ته د هندي او پاکستاني پلاوي د سفر هدف د یو بل د نفوذ مخنیوي وي


کابل ته د پاکستاني پلاوي تر راتګ دمخه د هند يوه پلاوي له افغان چارواکو سره لیدلي دي.

وړاندې له دې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د پاکستان د مخکېني صدراعظم شاهد خاقان عباسي په بلنه دغه هېواد ته تللی و.

د چارو پوهان وايي چې هند او پاکستان د یو بل دغو اقداماتو ته د شک په سترګه ګوري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، له هندي پلاوي سره پر مهمو ستراتېژیکو مسایلو هوکړې ته رسېدلي دي.

د دغه دفتر ویاند قادرشاه د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۰» ازادي راډیو ته وویل چې د هند د ملي امنیت سلاکار مرستیال ښاغلی راجندر کنها د یوه هندي پلاوي په مشرۍ د کابل او نوې ډېلي ترمنځ د امنیتي کمېټې په دوهمه ناسته کې د ګډون لپاره د چهارشنبې په ورځ کابل ته راغی.

قادر شاه: په دې حساس وخت کې طبعاً چې د هند مرستې مهمې دي.

​نوموړي زیاته کړه:

"په دې حساس وخت کې طبعاً چې د هند مرستې مهمې دي او کابل ته‌یې د پلاوي راتګ ځکه ستراتېژیک اهمیت لري چې موږ په امنیتي، د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخو کې یو لړ ځانګړو هوکړو ته ورسېدو، دغه‌شان د سیمې په کچه امنیتني کواښونه وڅېړل شول او د حل لپاره‌یې سلا مشورې وشوې."

یاد هندي پلاوی په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې له پاکستان څخه هم یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راشي.

د روانې اوونۍ په جریان کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام‌اباد ته تللی وو چې د راپورونو له مخې له پاکستاني چارواکو سره‌یې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

ویل کېږي چې ښاغلي اتمر په دغه سفر کې د پاکستان د پوځ مشر ته بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي.

د چارو افغان پوهان وايي، که له هند او پاکستان هر یو افغانستان ته د مرستې او همکارۍ لاس ورکوي، بل لوری ورته د شک په سترګه ګوري.

د افغانستان د ملي اردو پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي وايي، په دې کې هېڅ شک نه‌شته چې هند او پاکستان دواړه، خپله دښمني په افغانستان کې پالي.

د ښاغلي کریمي په خبره، ښايي کابل ته د هندي پلاوي سفر هم د یو بل د نفوذ د مخنیوي په هدف ترسره شوی وي.

شیر محمد کریمي

نوموړي زیاته کړه:

"اوس چې هر یو «هند، پاکستان» له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ غږ کوي هغه بل ته اندېښنه پیدا کېږي، حکومت باید په ډېرې هوښیارۍ سره خپل رول ولوبوي او پری نه‌ږدي چې د دواړو هېوادونو خپلمنځي اختلافات په افغانستان کې حالات نور هم خراب کړي."

ښاغلی کریمي وايي، که څه هم افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له هند او پاکستان سره پر متقابل درناوي ولاړې او ټینګې اړیکې پاللي، خو لیدل کېږي چې په ځینو مواردو کې یاد هېوادونه په افغانستان کې نیابتي جګړې مخ ته وړي چې دا د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG