د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

هند افغانستان ته د کرکټ سیالیو لپاره يو بل لوبغالی هم ورکړ


هند په بنګلور کې افغانستان ته د کرکټ سیالیو لپاره يو بل معیاري لوبغالی هم ورکړ.

د دغه هېواد د کرکټ بورډ ډایرېکټر امیتاب چوهدري نن چهارشنبه په کابل کې د افغانستان د کرکټ بورډ له رئیس عاطف مشعل سره په يوه ګډه خبري ناسته کې د دغه لوبغالي د ورکړې تر څنګ د يو لړ نورو همکاریو ژمنه هم وکړه.

هند له دې وړاندې هم د ګریټر نویډا په نوم يو نړیوال کرکټ لوبغالی افغانستان ته د کورني لوبغالي په توګه ورکړی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس عاطف مشعل د هند دا شان مرستې د افغانستان د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره مهمې او ارزښتناکې وبللې.

ټاکل شوې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د درېیو ۲۰ اوریزو لوبو سیریز په همدغه لوبغالي کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG