د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

وکیلان: د طالبانو ډله په خپل منځ کې هېڅ ډول اختلاف نه لري


د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیاسي کارپوهان وايي، ځیني هېوادونه له طالبانو د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي، خو دغه ډله په خپلو کې اختلاف نه لري.

دوی وايي، ناممکنه ده چې طالبان دې د لویو پرېکړو په ترسره کولو کې له یو بل سره جدي اختلاف ولري.

د ولسي جرګې غړي عبدالروف انعامي د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د جوزا په ۶ مه» ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه له طالبانو د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي، خو دغه ډله په خپلو ټولو بریدونو کې د نظر او عمل یووالی لري.

دی وایي:

"زما باور دا دی چې طالبان یوه ایډیالوژیکه ډله ده او د هغوی له احساساتو هېوادونه د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي، خو په خپله دغه ډله د هغو باورونو پر اساس چې لري یې، ټیټ پوړي یې له رهبرۍ څخه مطلق اطاعت کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر رسنیو په حواله، تازه د ملا قیوم ذاکر په نامه یوه طالب قوماندان د طالبانو مشر ته په منسوب لیک کې ادعا کړې چې د فراه جګړه د طالبانو د رهبرۍ په خوښه نه ده ترسره شوې.

دغه لیک چې په فراه، هرات او هلمند ولایتونو کې خپور شوی، پکې ویل شوي چې د فراه جګړه چې ډېرو طالبانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، د هلمند لپاره د طالبانو والي ملا منان په خپل سر کړې ده.

طالبان هم دا مني چې ورته لیکونه په فراه، هرات او هلمند ولایتونو کې خپاره شوي دي، خو وايي چې دا د طالبانو پر وړاندې یوه دسیسه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د طالبانو په لیکو کې هېڅ ډول اختلاف نشته او د فراه جګړه د دغې ډلې د مشرتابه په لارښوونه ترسره شوې ده.

خو د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي، طالبان غواړي چې په ضد او نقیض څرګندونو د خلکو عامه ذهنیت مخشوش کړي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه خالد سادات وایي:

"زما په نظر طالبان په ضد او نقیض څرګندونو سره د خلکو ، حکومت او نړیوالو ذهنونه مخشوش کړي او یا هغوی ته داسې وښي چې طالبان له ایران سره اړیکې نه لري او د فراه جګړه د ایران په همکارۍ نه ده شوې او په ورته وخت کې طالبان هڅه کوي چې د دوی او ایران اړیکې د افغانستان خلکو ته واضح نه شي."

که څه هم تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې ایران په افغانستان له طالبانو سره مالي او تسلیحاتي همکاري کوي، خو ښاغلی سادات وايي چې طالبان غواړي چې په دا ډول څرګندونو سره د نړیوالو پام بلې ته کړي، تر څو په دې اړه کافي وضاحت رامنځته نه شي چې طالبان له ایران سره رابطه لري

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG