افغانستان
د فراه د ګمرک تأسیساتو څه کم ۱۰ میلیونه افغانۍ زیان لیدلی
د فراه د ګمرک تأسیساتو د وروستۍ جګړې په خاطر څه کم ۱۰ میلیونه افغانۍ زیان لیدلی دی.
دا خبره د فراه د ګمرک رئیس عبدالعلیم همت پرون شپه ازادي راډیو ته وکړه.
هغه وویل چې ترهګرو د سې شنبې په شپه پر فراه ښار په بریدونو سره د فراه د ګمرک ځینې خونې وسوځولې او قیمتي تجهیزاتیې وران کړل.
ښاغلي همت زیاته کړه:
"فعلاً هم د فراه په محصولي ګمرک کې ۵۰۰ موټر ولاړ دي، کار دوام لري، خو کمپیوټري سیستم مو ډېر ورو شوی دی. موږ ډېرې شعبې درلودې. د دې تر څنګ چې ګمرکي او اسیکوډا ماشینونه مو مات او خراب شوي شااوخوا ۱۰۰ لکه افغانۍ تاوان رارسېدلی دی."
د فراه د ګمرک رئیس زیاتوي چې د بریدونو په نتیجه کې د فراه د ګمرک کار که څه هم بند نهشو، خو له ډېرو ستونزو سره مخ دی او ورو پر مخ ځي.
طالبانو تېره سې شنبه د فراه د نیولو لپاره پراخ بریدونه وکړل چې تر څو ساعتونو جګړې وروسته بېرته له ښاره ووتل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یو نیم کال کې نږدې ۴ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي، په تېر یو نیم کال کې شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
«ای او اېم» په خپل تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ د (اګسټ ۲۱مه) يې خپور کړی ویلي، "له تېر کال راهیسې د سږکال د اګسټ تر ۱۵مې شاوخوا ۴ میلیونه او ۱۲ زره افغان کډوال له پاکستان او ایرانه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي".
د راپور په ټکو، "د روانې اګسټ میاشتې په لومړنیو دوو اوونیو کې ۴۸ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته راغلي دي".
بل پلو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، "د راستنو شویو کډوالو کورنیو شاوخوا ۶۰۰ زره ماشومان له زدهکړو محروم دي.
تاجکستاني چارواکي: یوې وسلهواله نښته کې دوه افغان قاچاقبران ووژل شول
د تاجکستان امنیتي چارواکي وايي، له افغانستان سره پر ګډه پولهيې د یوې وسلهوالې نښتې پر مهال دوه افغان قاچاقبران وژلي دي.
تر اوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نهدي ویلي.
په هغه بیان کې چې د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې خپور کړی راغلي، "دغه قاچاقبران د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدنکي وو چې له تاجکستاني سرحدي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي".
په بیان کې راغلي، "نښته له تاجکستان سره پر پوله د جیحون په فتحاباد سیمه کې شوې ده".
د بیان په ټکو، "له قاچاقبرانو په سیمه کې یو میل کلاشینکف، یو میل تفنګچه او ۱۷ کیلوګرامه چرس پاتې دي".
تاجکستاني چارواکي وايي، "د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نشهيي توکو له قاچاقبرانو سره په ۷ وسلهوالو نښتو کې ۱۷ افغان تبعه وژل شوي او ۶۰۱ کیلوګرامه مخدره توکي يې ضبظ شوي دي".
تاجکستان له افغانستان سره نږدې زر کیلومټره ګډه پوله لري چې روسیه او یو شمېر نورو هېوادونو ته د نشهيي توکو د قاچاق یوه له اصلي لارو بلل کېږي.
هند وايي افغانستان ته یې نورې طبي مرستې هم لیږلي دي
هند افغانستان ته د نورو طبي مرستو د لیږلو خبر ورکوي.
دهند دبهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ ( د زمري په ۲۹ مه ) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د درملو او طبي تجهیزاتو دغه مرستې کابل کې یو دولتي روغتون ته استول شوي دي.
رندیر جیسوال د افغانستان د روغتیايی خدماتو د پیاوړتیا لپاره افغان ولس سره د هند په دوامدارې همکارۍ ټینګار کړی دی.
هند لدې مخکې هم څو ځله افغانستان ته طبي مرستې استولي دي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم چې د لسګونو کلونو د جګړو او بهرنیو مرستو د کموالي له امله کمزوری شوی ، هیواد ته د ملیونو کډوالو په ستنیدو اوس تر سخت فشار لاندې دی.
بلغاریا د لسګونو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکوي
بلغاریا وايی ۳۵ افغان کډوال یې نیولي دي.
د بلغاریا کورنیو چارو وزارت وویل چې دغه کسان هیواد ته دننوتلو په مهال په سرحدي سیمه کې په یو میني بس کې پیژندل شوي او ونیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې نیول شویو کسانو خپله ویلي چې د افغانستان دي.
اعلامیه وايی ۲۲ کلن موټر چلوونکی چې دشمالي مقدونیا څخه دی هم نیول شوی او د قضیې څیړنه دوام لري.
بلغاریا او دبالکان نور هیوادونه اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د ورتګ یوه عمده لار ګڼل کیږي.
د یوناما دوه کارکوونکي د طالبانو له زندانه خوشې شول
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دوه کارکوونکي د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.
فرانسې خبري اژانس د یوناما په حواله لیکلي چې د ملګرو ملتونو دا دوه کارکوونکي د اګسټ په نهمه په هرات کې د طالبانو د استخباراتي ادارې لهخوا نیول شوي وو او دا دی تر شاوخوا ۱۰ ورځو وروسته د پنجشنبې په ورځ بېرته خوشې شول.
د یوناما ویاند زیاته کړې چې د دغو دوو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.
ایراني چارواکو یو ۲۰ کلن افغان ځوان اعدام کړی
د ایران د بشري حقونو یوه سازمان «ههنگاو» راپور ورکړی چې ایران د پنجشنبې په ورځ د اګسټ په ۲۰مه د اصفهان په مرکزي زندان کې د قائم حسین په نوم یو ۲۰ کلن افغان ځوان اعدام کړی.
قائم حسین په ارین مشهور و او په ایران کې د جنوري د لاریونونو په تړاو نیول شوی و.
حسیني د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۸مه د اصفهان په علي خاني چوک کې په هغو پېښو کې په ګډون تورن شوی و چې په ترڅ کې یې د ایران د ځانګړو ځواکونو څلور پرسونل ووژل شول.
هغه همدارنګه د یوه افسر د جسد د زیانمنولو او د یوه خیریه مرکز په سوځولو کې په لاس لرلو هم تورن و.
قائم حسیني د اصفهان د علي خاني میدان د قضیې پنځم تورن و چې اعدام شو.
په دې قضیه کې یو بل افغان چې د قائم حسین د ماما زوی و او ګل محمد محمدي نومېده هم څه وخت مخکې له درېیو نورو ایرانیانو سره اعدام شوی و.
په دې قضیه کې اته نور کسان هم د اعدام له خطر سره مخ دي.
لاهور کې د افغان تکواندوکارانو ځلېدل؛ حکمتالله زین کوارټرفاینل ته ووت
د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي حکمتالله زین په یو لړ نړیوالو سیالیو کې د پاکستان او ازبکستان لوبغاړي مات کړل او کوارټرفاینل ته ووت.
د تکواندو د ریاست جام په نوم دا سیالۍ د پاکستان د لاهور ښار په کوربهتوب پیل شوي.
د تکواندو د ملي ټیم روزونکي بشیر ترهکي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې حکمتالله زین په منفي ۶۸ کیلو وزن کې لومړی د پاکستان لوبغاړی مات کړ او بیا یې د ازبکستان لوبغاړی امېد بېګ چې نړیوال اتل و له ماتې سره مخ کړ.
زین په دغو دوو بریاوو کوارټرفاینل یا یو اتم پړاو ته وتلی دی.
اخوا په بله لوبه کې امېد سهاک په ۸۷ کیلو وزن کې د پاکستان لوبغاړی ناک اوټ کړی او بله لوبهیې له ایراني لوبغاړي سره ده.
د لاهور په کوربهتوب په دغو لوبو کې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو ۵۰۰ لوبغاړي په مبارزې او فورم برخه کې سره لوبېږي.
د ملي مقاومت جبهې تایید کړه چې د دوی یو قومندان حسیب پنجشیری «حسیب قوای مرکز» وژل شوی
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې تایید کړه چې د دوی یو قومندان حسیب پنجشیری «حسیب قوای مرکز» وژل شوی دی.
د طالبانو د دې مخالفې وسلې والې ډلې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني پنجشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه د حسیب پنجشیري د وژنې خبر ورکړی.
تر دې مخکې د طالبانو د حکومت یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو ځانګړو ځواکونو حسیب قوای مرکز په یو لړ عملیاتو کې وژلی او د هغه ۱۳ ملګري یې نیولي دي.
د طالبانو اړوند رسنیو له هغې ډلې المرصاد لومړی د یو لړ عملیاتو پر مهال د حسیب قوای مرکز د وژنې خبر خپور کړی و.
حسیب قوای مرکز په تېر جمهوري نظام کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د «وژنو او غلاو» په تور تر تعقیب لاندې و.
دی د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په ۲۰۲۱ کال کې د احمد مسعود په مشرۍ له ملي مقاومت جبهې سره یوځای شوی و.
د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې نژدې ۹۴ ډالرو ته لوړې شوې
د نړۍ په بازارونو کې د اومو تېلو د بیو د لوړوالي لړۍ نن هم دوام موندلی او په اروپايي بازارونو کې د برنټ اومو تېلو بیه نژدې ۹۴ ډالرو ته رسېدلې ده.
د امریکا د WTI اومو تېلو بیه هم له ۸۶ ډالرو لوړه شوې ده. د رویټرز د راپور له مخې، برنټ تېل د اکتوبر لپاره شاوخوا ۹۴.۰۶ ډالر او WTI شاوخوا ۸۷.۶۷ ډالر فی بېرل ته رسېدلي دي.
دا د روانې میاشتې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي. د تېلو د بیو د لوړوالي اصلي لامل د منځني ختیځ روان کړکېچ، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد په اړه اندېښنې دي.
بازارونه اندېښمن دي چې د سیمې د کړکېچ دوام ښايي د نړۍ د تېلو په عرضه کې نور اختلالات رامنځته کړي، چې په پایله کې به د تېلو بیې لا لوړې شي.
هند د کابل روغتون ته طبي توکي ولېږل
هند د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یوه روغتیايي مرکز ته د طبي توکو مرسته رسولې او ټینګار یې کړی چې له افغان ولس سره به بشري ملاتړ ته دوام ورکړي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د طبي توکو دغه مرسته د کابل یوه روغتون ته سپارل شوې ده. د هند له لوري دا اقدام د افغانستان له خلکو سره د بشري او روغتیايي مرستو د دوام په لړ کې بلل شوی دی.
هند وايي، د روغتیايي اړتیاوو په برخه کې افغانانو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د اړتیا وړ طبي توکي روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.