د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۸

افغان ښځینه عالمانې د اسلامي همکاریو سازمان په کنفرانس کې کډون کوي

د ښځینه عالمانو کنفراس چې د اسلامي همکاریو د سازمان له‌خوا جوړېږي، افغان ښځینه عالمانې هم په‌کې ګډون کوي.

د ښځینه عالمانو کنفراس هغه ناسته چې افغان حکومت ورته هیله‌مند دی.

دغه کنفرانس چې د اسلامي همکاریو د سازمان له‌خوا جوړېږي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د سولې د عالي شورا په خبره د افغان مېرمنو د ګډون لپاره هم ورته چمتووالی نیول کېږي.

د ولسي جرګې د منشي مرستیال عرفان‌الله عرفان د سولې په خبرو کې د ښځو رول مهم بولي، خو ټینګار کوي چې دغه کنفراس باید د پخوانیو هغو په څېر نمایشي نه‌وي.

عرفان‌الله عرفان
عرفان‌الله عرفان

نوموړي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۳» زیاته کړه:

"دغه کنفراس په نېک فال نیسو او هیله لرو چې د سولې د ټینګښت په برخه کې د عملي اقداماتو لامل شي، نه دا چې نمایشي او کلیشه‌يي وي. ښځینه عالمان چې د سولې په برخه کې خپل غږ پورته کوي، فکر کوم اغېز به ولري.​"

یوه ورځ مخکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې عادلې راز په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له دایمي استازي سره د ښځینه عالمانو د کنفراس د جوړېدو په اړه خبرې کړي او همدا شان‌یې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه مهمه بللې ده.

په هغې اعلامیه کې چې د دې وزارت لهخوا خپره شوې، مېرمن راز ویلي، ښځه کولای شي د ترهګرو له صفونو خپل وروڼه او خاوندان راوګرځوي.

په دې کتنه کې د کنفرانس د څرنګوالي، وخت او ځای په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

وموغوښتل په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او یا هم د افغانستان د علماوو شورا نظر هم ولرو، خو د دې ادارو ویاندویان په دې اړه خبرو ته حاضر نه‌شول.

دا معلومه نه‌ده چې دا کنفرانس به د افغانستان د سولې په پروسه کې څومره ګټور تمام شي.

تر دې دمخه د سولې عالي شورا غړې حبیبې سرابي ویلي و چې د سولې په اړه په ډېرو ناستو کې د ښځو ګډون نمایشي دی او په دې خاطر یې نیوکه کړې وه.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي له ازادي سره په خبرو کې دې نیوکو ته داسې ځواب وايي:

"هغه څه چې د حکومت اړوند کېږي، د ښځو لپاره‌یې ټول فرصتونه برابر کړي دي او د ولسمشر ټینګار هم پر همدې دی چې د ښځو ونډه د سولې په پروسه کې باید تثبیت شي او د ښځو په حقونو باید معامله ونه‌شي. حکومت د قانون مطابق خپلې ټولې هڅه کوي چې په افغانستان کې د ښځو ونډه قوي شي."

بل‌خوا د سولې عالي شورا وايي، هر ګام چې د سولې د خبرو اترو لپاره پورته کېږي، هرکلی یې کوي.

د دغه شورا ویاند احسان طاهري وايي چې په دغه کنفراس کې د ګډون لپاره چمتووالی نیول شوی، خو په دې اړه‌یې زیات جزئیات ورنه‌کړل.

راپور: محمد حدیث پردېس

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG