د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۳۹

هغه کوم لاملونه دي چې یو سړی په ترورېست بدلېږي؟


هغه څېړنې چې د ترورېستانو د روزنې د څرنګوالي او سلوک په اړه شوي بېلابېلو عواملو ته ګوته نیسي، خو یوه نوې څېړنه په کوچنیوالي کې د مور او ماشوم اړیکه خورا مهمه او اساسي بولي.

وروسته له دې چې خمزت عظیموف «Khamzat Azimov» د مې په ۱۲مه نېټه په پاریس کې پنځه کسان د چړې په ګوزارونو ووهل، د هغه د روزنې په اړه جزئیات د رواني ناروغیو او ترورېزم د چارو د کارپوهې نانسي هارټوېلټ کوبرین «Nancy Hartevelt Kobrin» لپاره په زړه پورې شول.

دا ۲۰ کلن چچنیايی ځوان وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو.

په جګړه ځپلې چچنیا کې د عظیموف د ماشومتوب دورې او دې ته په پام سره چې د مړینې تر وخته د پاریس د یوې خونې په یوه اپارتمان کې له خپلې مور سره اوسېده، مېرمن کوبرین وايي، دې په عظیموف او ځینو نورو تُندلارو کسانو کې چې دې یې په اړه څېړنې او لیکنې کړي، د ورته سلوک نښې نېښانې لیدلې دي.

نانسي هارټوېلټ کوبرین
نانسي هارټوېلټ کوبرین

د کوبرین په لېست کې د چچن بېلتونپالو پخوانی مشر شامیل باسایف، د القاعده شبکې اردنی غړی ابومصعب الزرقاوي، د متحده ایالاتو په باستن ښار کې پر ماراتون لوبې بریدکوونکی جوهر څارنایوف او د هغه ورور تامیرلان شامل دي.

مېرمن کوبرین ازادي راډیو ته وویل، ښکاري چې دې ټولو کسانو له خپلو میندو سره په اړیکو کې داسې ستونزې لرلې چې بنسټ‌یې د بشري علومو د پوهانو یا انترو پولوجیستانو په نظر د شرم او پېغور په کلچر کې د دوی وده او روزنه ده.

مېرمن کوبرین وايي، د دې څېړنه د تشدد له هغه ناسم سلوک څخه پرده پورته کوي چې جرړې یې د دې کسانو په روح کې پټې دي او په ډېر کم عمر کې د لېونتوب او غیر عادي حرکاتو په بڼه راڅرګندېږي.

د دې د څېړنې له مخې ترورېستان په داسې یوه کلتور کې وده کوي چې شرم او پېغور په‎کې خورا مهم ارزښت دی او د دوی د قهر زېرمه له هغو ستونزو جوړېږي چې ریښه‌یې په همداسې یو کلچر کې د مور او ماشوم په لومړنیو اړیکو کې نغښتې ده.

د بشري علومو د پوهانو په نظر د شرم او پېغور کلتور چې په افغانستان او د چچنیا، پاکستان او عربي هېوادونو په ګډون په یو شمېر ټولنو کې دود دی، هغه کلتور دی چې شرم یا پېغور په‎کې د تشدد یا غچ اخیستو په وسیله د عدالت د ټینګولو سبب ګڼل کېږي.

د رواني چارو څېړونکې مېرمن کوبرین وايي، ترورېستان تر ډېره له خپلو میندو د غیر شعوري کرکې او د خپلو میندو تر څنګ د دایمي استوګنې له کبله د شرم او پېغور په خاطر تشدد ته مخه کوي.

هغه زیاتوي چې په دې ټولنو کې نوي زېږېدلي ماشوم ته هم ډېر وخت د یوه جسم یا شي په سترګه کتل کېږي او روزنه ورکول کېږي چې څنګه خپل احساسات تر هغې کچې پورې وځپي چې غصه‌یې یوازې په وجود کې دننه وخوټېږي.

مېرمن کوبرین وايي، د دې ټولنو وضعیت ځکه ډېر خراب دی چې ښځو ته هم کم ارزښت ورکول کېږي او د یوه جسم یا شي په سترګه ورته کتل کېږي او ناوړه چلند ورسره کېږي.

د کوبرین په وینا په هغو ټولنو کې چې د پېغور کلتور په‎کې دود دی، د مورنۍ اړیکې په اړه ښه معلومات ښايي د ترورېزم د تشدد له پېژندنې سره مرسته وکړای شي.

مېرمن کوبرین وايي، د انتحاري برید کوونکو په سلوک کې یو د پام وړ عامل په دې پورې اړه لري چې په ماشومتوب کې د پېغور او شرم په روحیه روزنه د هغوی په ذهني تلقین کې څومره وختي پیلېږي.

روان‎پوهان باور لري چې د ماشوم په زړه کې د مینې او محبت د ودې لپاره د ژوند لومړي څلور کلونه ټاکونکي دي.

دوی وايي، که څوک فکر کوي چې یو ۱۷ کلن هلک ناڅاپه او بې‌دلیله په یوه تُندلاري ځوان بدل شوی دا به د هغه ماشوم او د هغه له کورني ژونده بې‌خبره وي.

مېرمن کوبرین وايي، که څه هم د تشدد د سیاسي، اقتصادي او مذهبي انګېزو په اړه خورا زیاتې لیکنې او څېړنې شوې دي، خو په ډېر کوچني عمر کې د ماشوم ذهني پرمختګ او رواني ستونزو ته په پام سره د ترورېستانو د ناوړه چلند د عواملو د پېژندنې او تشخیص په برخه کې کم کار شوی دی.

XS
SM
MD
LG