د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

ولسي جرګې له کوم دلیل پرته د دوشنبې ورځ په رخصتۍ تېره کړه


په‎داسې حال کې چې افغانستان اوس‌‌مهال د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د دې هېواد ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ اجنډا نه‌درلوده او عمومي غونډه‌یې ترسره نه‎کړه.

په‎دغه ورځ د ولسي جرګې په دهلېزونو کې د یادې جرګې د ګوتو په شمېر څو تنه غړي لیدل کېدل.

د جرګې دغو غړو د هېواد روان ناوړه امنیتي وضعیت ته په کتو وویل، لازمه وه چې د جرګې اداري پلاوي عمومي غونډه جوړه کړې وی، څو د خلکو ستونزې مطرح شوې وی.

د جرګې دوو غړو فکوري بهشتي او فاطمه عزیز په‎دې اړه وویل:

"په داسې حال کې چې هېواد له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دی او په کراتو وړاندیز شوی چې ولسي جرګه باید د امنیتي وضعیت په اړه اضطراري جلسه ونیسي او حکومت ته امنیتي طرحه وړاندې کړي، څو د خلکو اندېښنې هوارې شي، خو تاسې ګورئ چې ولسي جرګه حتی اجنډا نه‎لري."

"په خواشینۍ سره چې نن جلسه ترسره نه‎شوه، موږ د ویلو لپاره ډېرې خبرې درلودې، زما په اند دا د ملت په حق کې یوه لویه جفا ده، ځکه زموږ غږونه نه‌اورېدل کېږي."

د جرګې غړي وايي چې د دې کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې دغې جرګې څو ځله د اجنډا نه‌لرلو له امله غونډې نه‎دي ترسره کړي چې دا مسئله د افغانستان د ملت په حق کې جفا ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ هم د ولسي جرګې عمومي جلسه ترسره نه‎شوه.

موږ د ویلو لپاره ډېرې خبرې درلودې.

د افغانستان ولسي جرګه د دوشنبې ورځ داسې مهال له اجنډا او عمومي ناستې پرته تېروي چې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په وینا دا مهال د جوزجان، فراه، بادغیس، غزني او فاریاب په ګډون د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ناامنۍ مخ په پراخېدو دي.

تېره اوونۍ په فراه کې د وسله‎والو مخالفینو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه له ولسوالیو مرکز ته ورسېده او وسله‎وال مخالفین یو شمېر دولتي ادارو ته ننوتل.

ازادي راډیو هڅه وکړه، څو په‎دې اړه د ولسي جرګې د اداري پلاوي نظر هم واخلي، خو اړیکې یې ځواب نه‎شوې.

خو له بلې‎خوا د سیاسي او حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، ولسي جرګه یوه مهمه دولتي اداره ده او په وینا یې د اوسنیو ستونزو د هواري او سولې ته د رسېدلو لپاره دوی باید غونډه ترسره کړې وی.

افغان کارپوه کبیر رنجبر
افغان کارپوه کبیر رنجبر

افغان کارپوه کبیر رنجبر په‎دې اړه وویل:

"دوی د راتلونکو انتخاباتو لپاره په کمپاین بوخت دي، دوی جفا کوي ځکه چې دوی معاش اخلي او دغه معاش حلال نه‎دی دا فساد دی. دا کار د ولسي جرګې حیثیت ته زیان رسوي، په اوسنیو شرایطو کې دوی باید سولې ته د رسېدو لپاره یو اجماع رامنځته کړې وی."

ښاغلی رنجبر وايي، د افغانستان خلک انتظار دي، څو ولسي جرګه د روان وضعیت لپاره حل‎لار ومومي، نه دا چې خپلې دروازې وتړي او کمپاین ته مخه کړي.

دا لومړی ځل نه‎دی چې پرته له کومه دلیله د ولسي جرګې دروازې تړل کېږي، بلکې پخوا تر دې هم ډېر ځلې لیدل شوي چې په ډېرو حساسو شېبو کې دغه جرګه پرته له کومه اجنډا وه.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG