د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

صدیقي: تروریستان پر ملکیانو په حملو سره غواړي پر حکومت د خلکو باور راکم کړي


د ننګرهار په کرکټ لوبغالي کې د تېرې شپې د چاودونو قربانیان.
د ننګرهار په کرکټ لوبغالي کې د تېرې شپې د چاودونو قربانیان.

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، تروریستي ډلې د حکومت په وړاندې د خلکو د پارولو په هدف پر ملکیانو حملې کوي.

د دې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د شنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۲۹» ازادي راډیو ته وویل چې تروریستي ډلې د حکومت او ولس ترمنځ د واټن په زیاتولو سره غواړي خپلو اهدافو ته ورسېږي.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"دوی غواړي د حکومت او ولس ترمنځ د بې اعتمادۍ فضا رامنځته کړي او خلکو ته دا وښيي چې حکومت د ولس امنیت نشي نیولای او ولسونه باید د حکومت په وړاندې پاڅون وکړي، هغه شوم اهداف چې په افغانستان کې یې لري هغه په مختلفو لارو پلی کړي."

ښاغلی صدیقي وايي، افغان امنیتي بنسټونه باید د تروریستي پېښو د مخنیوي په برخه کې ډېر جدي او فعاله و اوسي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه يوولس بجې او شل دقیقې د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند بهسودو پله ته څېرمه د کرکټ په يوه لوبغالي کې پرلپسې درې چاودنې وشوې چې په کې اته تنه ووژل شول او ۴۵ نور ټپيان شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطااءلله خوګياڼي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو په واسطه شوې چې قربانیان یې تر ډېره د «رمضان جام» په نوم د سیالیو تنظیموونکي او د لوبې ننداره کوونکي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دغه پېښه غندلې او ويلي دي چې د داشان بریدونو ترسره کول زموږ مذهبي او فرهنګي ارزښتونو سره دښمني او د فتنه ګرو د جنایت او وحشت دوام دی.

د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه ځان نه دی منلی او وسله والو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ هم د يوې اعلامیې په خپرولو سره په ننګرهار کې د کرکټ پر لوبغالي برید په کلکو ټکو غندلی او دا برید یې د ټولو افغانانو پر روان او خوښیو برید ګڼلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې يکشنې په ورځ د ننګرهار ولایت پر مستوفیت هم موټر بم چاودنې او وسله واله حمله وشوه چې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې شا او خوا پنځوسو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته او مسؤلیت یې داعش ډلې په ځان ومانه.

په ورته وخت کې ټولنیز فعال امېد حیران بیا په دې اند دی چې تروریستان د ملکیانو په نښه کولو سره غواړي په خلکو کې وحشت او وېره خپره کړي.

حیران: وسله والو پدې ډول حملو غواړو په خلکو وېره خپره کړي.
حیران: وسله والو پدې ډول حملو غواړو په خلکو وېره خپره کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا د دې کړکېچنې او پېچلې جګړې يو اړخ دی چې کرکه، نفرت، ترهګري او وېره خپره کړي او په يو نه يو ډول په نوم انسان ووژني، که هغه دولتي کار کوونکی دی او که غېرې دولتي ده او حتا دوی لوبغاړي نه پرېږدي."

ښاغلی حیران د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې د خپلو اهدافو لپاره دې د ملکیانو له وژلو ډډه وکړي او نه دې هم دوی د سپر په توګه استفاده کوي.

د ده په خبره جنګ د حل لاره نه ده او باید دواړې لورې له کوم قید او شرطه پرته سولې ته غاړه کېږدي او له جګړې لاس واخلي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG