د سرپل د ولایتي شورا مرستیال اسد الله دانش له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د دې ولایت څه باندې ۵۰ سلنه اراضي د طالب وسلهوالو او داعشیانو په تصرف کې ده.
د سرپل د ولایتي شورا مرستیال همداراز وايي چې د ولایت په مرکز کې هم ۷۰ کلي د طالب وسلهوالو په ولکه کې دي او هلته دوی خلک ټاکنیزو مرکزونو ته له مراجعې منع کوي.
ښاغلي دانش زیاته کړه چې د دولت ضد په دې جنګیالیو کې ازبکستاني، پاکستاني، چچني او بنګلهدېشي وسلهوال هم شامل دي چې دا ترورېستان د افغاني جنګیالو په تجهیز او روزنه کې فعاله ونډه لري.
د سرپل د ولایتي شورا مرستیال اسد الله دانش وايي، طالب او داعش ترورېستي ډلې نهپرېږدي چې خلک د رأی ورکونې کارتونه «سټیکرونه» واخلي او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې له خنډ سره مخ کوي.
د سرپل ولایتي شورا مرستیال وویل:
"نا امنۍ په سرپل کې مخ په زیاتېدو دي او د وسلهوالو مختلفو ډلو حضور سبب شوی، تر څو د رأی ورکونې د کارتونو د توزیع مرکزونه بند شي او هم خلکو ته تهدید متوجې دی، تر څو ټاکنو کې برخه وانهخلي."
د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني هم په دې ولایت کې د بهرني ترورېستانو حضور تأیید کړی او ویلي دي چې د رأی ورکونې د کارتونو «سټیکرونو» ۶۱ مرکزونه د نا امنیو له امله بند دي.
اسد الله دانش سرپل ولایت کې د خارجي ترورېستانو د کورنیو پراخ حضور تأییدوي او وايي دا جنګیالي په دې هدف سرپل کې ځای پر ځای شوي دي، تر څو افغان ځوانان خپلو لیکو ته جذب کړي.
دانش وویل:
"موږ سرپل ولایت ته دې بهرني ډلو حضور او راتګ تأییدوو، خپلو لیکو ته د خلکو د جذب په خاطر دې ولایت ته راغلي دي، خو دقیق آمار یې نهدي معلوم شوي."
په عین وخت کې د سرپل ولایت اوسېدونکي هم له موجوده نا امنیو سر ټکوي او وايي چې د دې وضعیت دوام به سبب شي تر څو دوی د ټاکنو په ملي پروسه کې برخه وانهخلي او د رأی ورکونې له حق څخه محروم شي.
د سرپل دوه تنه اوسېدونکي یې په اړه وايي:
"زه مجید یم، په دې وروستیو کې نا امنۍ سرپل ولایت کې زیاتې شوي دي، موږ د خپل مال او ځان اندېښنه کې یو، نهپوهېږم چې زموږ سرنوشت سره به څه پېښ شي."
"عبدالوهاب یم د سرپل ولایت څخه، هره ورځ دلته په ولسوالیو کې نا امني مخ په زیاتېدو ده، حتی د ښار په مرکز کې هم جګړه دوام لري، ټولې سیمې د داعشیانو او طالب وسلهوالو په ولکه کې دي، له دولت څخه غواړو تر څو د خلکو د امنیت په خاطر کار وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې څه موده دمخه افغان پوځیانو له نړیوالو ځواکونو سره په ګډه د جوزجان او سرپل ترمنځ په پولو کې د داعشیانو پر خوندي پټنځایونو هوايي حملې وکړې، خو د لږ وخت په تېرېدو سره بیا یادې ډلې له همدې سیمو سر راپورته کړی او د سرپل مختلفو ولسوالیو تهیې ګواښ پېښ کړی دی.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی