فلسطینیان نن په غزه کې د تېرې ورځې هغه قربانیان چې د اسرائیلي ځواکونو لهخوا په قهرجنو مظاهرو کې وژل شوي، خاورو ته سپاري.
په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو لهخوا د ډزو او اوښکې بهوونکي ګازو د استعمال په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۰ تنو ته ورسېد.
د روېټرز د راپور له مخې د دغه خونړي تاوتریخوالي وروستی قرباني یوه اته میاشتنۍ ماشومه وه چې په غزه کې د اسرائیل له پولې سره د یوه درول شوي اعتراضي کمپ دننه مصموم شوې وه او تېره شپهیې ساه ورکړه.
په دغو خونړیو مظاهرو کې د اسرائیلي پوځیانو د ډزو او د اوښکې بهوونکي ګازو د استعمال په نتیجه کې نور له ۲۲۰۰ تنو زیات ټپیان شوي دي.
فلسطیني مشرانو پرونۍ نښتې قتل عام بللي او نړیوالو د اسرائیلو هغه تاکتیک چې پر مظاهره کوونکو یې ډزې کړي، غندلي او په دې اړهیې اندېښنه څرګنده کړې ده.
اسرائیل ویلي چې د خپلو پولو او ټولنو د خوندي کولو لپارهیې له خپل ځانه دفاع کړې ده.
د هغه کلک ملاتړي متحده ایالاتو هم د دغه دریځ ملاتړ کړی او دواړو یې ملامتي پر حماس ډلې چې له څه باندې یوې لسیزې پر غزې کنټرول لري، اچولې ده.
واشنګټن دغهراز پرون په ملګرو ملتونو کې د هغې اعلامیې مخه ډب کړه چې د کوېټ لهخوا وړاندې شوې او پهکې د ملکي فلسطینیانو د وژلو په اړه د قهر او خفګان د څرګندولو تر څنګ د دغه خونړي تاوتریخوالي په اړه د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه شوې وه.
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کوېټ په غوښتنه نن په غونډه کې دا مسئله وڅېړي.
خو د فلسطین په اړه د امنیت شورا مخکېنۍ غونډې ته په پام سره داسې نهبرېښي چې هغه دې د پام وړ لاسته راوړنې ولري ځکه د فلسطینیانو د اعتراض په اړه د تېرې مارچ میاشتې د ورته غونډې په نتیجه کې نه د ګډې اعلامیې او نه هم د عملي اقدام څرک ولګېد.
د امنیت شورا د دوو غړو ډیپلوماتانو ویلي چې تر اوسه د یوې اعلامیې د خپرولو په اړه اختلافات نهدي هوار شوي.
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس نن په ټولو فلسطیني سیمو کې عمومي اعتصاب او درې ورځنی ملي ویر اعلان کړی دی.
دغهراز د دې وېره شته چې نن به د نکبه یا د غمیزې د ورځې په مناسبت چې فلسطینیانو ورته له څو اوونیو راهیسې تیاری نیولی، فلسطینیان بیا پراخې مظاهرې وکړي.
دا هغه ورځ ده چې له نن څخه ۷۰ کاله پخوا په ۱۹۴۸ کې د اسرائیل دولت تأسیس شو چې له املهیې په سلګونه زره فلسطینیان له خپلو اصلي سیمو وشړل شول.
اسرائیل بیتالمقدس د خپلې پلازمېنې په توګه اعلان کړ چې پرونیې نږدې متحد امریکا هم پهکې رسماً خپل سفارت پرانیست.
د فلسطینیانو د پرونیو قهرجنو مظاهرو یو مهم علت هم همدغه د سفارت پرانیستل و ځکه فلسطینیان ختیځ بیتالمقدس د خپل راتلونکي خپلواکه دولت پلازمېنه بولي.