په غزې تراړه کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۵۸ ته لوړ شوی دی.
دا تاوتریخوالی پرون په بیتالمقدس کې د امریکا د سفارت تر پرانیستل کېدو وروسته د فلسطینیانو او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ په شخړو کې رامنځته شوی دی.
د فلسطینیانو روغتیايی سرچینو ویلي دي چې په پرونیو شخړو کې ۲۷۰۰ فلسطینیان ژوبل شوي دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي دي چې نن په غزه کې د روان تاوتریخوالي په اړه غونډه کوي.
اسرائیل وايي شااوخوا ۴۰ زره فلسطینیانو پرون په غزې تراړه او نورو سیمو کې مظاهرې وکړې.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د فلسطینیانو پر ضد د زور له کارولو دفاع کړې ده او ویلي يې دي چې هر هېواد قانوني حق لري چې له خپلو پولو دفاع وکړي.
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس تازه تاوتریخوالی غندلی دی او هغهيې د اسرائیلي ځواکونو په لاس د فلسطینیانو قتل عام بللی دی.
د امریکا ولسمشر د روان کال په سر کې بیتالمقدس ته د متحده ایالاتو د سفارت د انتقال اعلان کړی و.
فسلطیني ادارې، د امریکا متحدانو او د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې پرېکړې سره سخت مخالفت څرګند کړی دی.
فلسطینیان ختیځ بیتالمقدس د خپل راتلونکي دولت پایتخت ګڼي.
- پخواني معلومات
په غزې تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۵۵ ته لوړ شوی دی.
دا مرګژوبله او تاوتریخوالی پرون دوشنبه په بیتالمقدس کې د امریکا د سفارت تر پرانیستل کېدو وروسته د فلسطینیانو او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ په شخړو کې رامنځته شوي دي.
د فلسطینیانو روغتیايي سرچینو ویلي دي چې په پرونیو شخړو کې ۲۷۰۰ فلسطینیان ژوبل شوي دي.
اسرائیل وايي، شااوخوا ۴۰ زره فلسطینیانو پرون دوشنبه په غزې تړانګه او نورو سیمو کې مظاهرې وکړې.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د فلسطینیانو پر ضد د زور له کارولو دفاع کړې ده او ویلي يې دي چې هر هېواد قانوني حق لري چې له خپلو پولو دفاع وکړي.
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس تازه تاوتریخوالی غندلی دی او هغهيې د اسرائیلي ځواکونو په لاس د فلسطینیانو قتل عام بللی دی.
د امریکا ولسمشر د روان کال په سر کې بیتالمقدس ته د اسرائیل د سفارت د انتقال اعلان کړی و.
فلسطیني ادارې، د امریکا متحدانو او د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې پرېکړې سره سخت مخالفت څرګند کړی دی.
فلسطینیان ختیځ بیتالمقدس د خپل راتلونکي دولت پایتخت ګڼي.
- پخواني معلومات
د یوه سفارت پرانیستل د لسګونه فلسطینیانو لپاره د ژوند په بیه تمام شو.
په غزه کې د اخوډب په نتیجه کې ۵۲ فلسطینیان وژل شوي او شااوخوا ۱۲۰۴ نور ټپیان شوي دي.
اعتراضونه لومړی په بیتالمقدس کې د امریکا د سفارت د افتتاح له کبله پیل شول او وروسته په تاوتریخوالي واوښتل.
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر لور ایوانکا ټرمپ چې د سپینې ماڼۍ سلاکاره ده او د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچین رسماً دغه سفارت پرانیست.
د راپورونو له مخې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر جګړو راوروسته فلسطینیانو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د دوشنبې په ورځ ورسېدله.
هغوی جدي اعتراضونه پیل کړل او د اسرائیلي ځواکونو سره ونښتل چې په نتیجه کې یې فلسطینیانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
حماس تُندلارې ډلې چې له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې یې غزه په واک کې ده، په تېرو شپږو اوونیو کې د اسرائیل پر وړاندې د اعتراضونو مشري کړې ده.
په همدې ورځ د اسرائیل په بیتالمقدس ښار کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت پرانیستل شو.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه وېډیویي پیغام کې پرونیو مراسمو ته وویل چې په بیتالمقدس کې د امریکا سفارت پرانیستل یوه اوږدمهاله پروسه وه چې بالاخره نتیجې ته ورسېده.
دی وايي:
"دقیقاً ۷۰ کاله دمخه د امریکا متحده ایالاتو د هري ترومن د ولسمشرۍ په دوره کې لومړنی هېواد و چې اسرائیلیې په رسمیت وپېژانده. نن موږ رسماً په بیتالمقدس کې خپل سفارت پرانېزو. مبارک!"
ډونالد ټرمپ زیاته کړه چې د فلسطینیانو او اسرائیلیانو ترمنځ سولې ته ډېر ژمن دی.
فلسطینیان اصلاً نهغواړي د امریکا سفارت بیتالمقدس ته انتقال شي، ځکه غوښتنهیې واضح ده چې ختیځ بیتالمقدس به د فلسطین راتلونکې پلازمېنه وي.
تر دې وړاندې د امریکا سفارت د اسرائیل په تلابیب ښار کې موقعیت درلود.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په پرونیو مراسمو کې له ولسمشر ټرمپ څخه مننه وکړه چې د ده په وینا پر خپلو ژمنو ودرېدل.
د نتانیاهو په خبره بیتالمقدس د اسرائیل د نهوېشلو وړ پایتخت دی.
دی وايي:
"واقعیت همدا دی چې بیتالمقدس هم مخکې او د تل لپاره به د یهودانو پایتخت او د یهودانو هېواد وي."
په بیتالمقدس کې د امریکا د سفارت د ودانۍ بهر اعتراضونو دوام درلود.
دا د فلسطینیانو د اعتراضونو پیل نهوو، بلکې د تېر میلادي کال په ډسمبر کې هم هغه مهال چې د امریکا ولسمشر بیتالمقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پراخ اعتراضونه وشول.
ځیني هېوادونه چې د امریکا متحدین هم دي، د ولسمشر ټرمپ لهدې پرېکړې سره مخالفت وښود او ویېویل چې اوسمهال د امریکا دغه اقدام د اسرائیل او فلسطین ترمنځ هېڅ درد نه دوا کوي، بلکې د دواړو لورو ترمنځ لا ډېرې ستونزې او لانجې رامنځته کوي.