د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د اسرائیل په ډزو لسګونه قهرجنو فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې


په بیت‌المقدس کې د امریکا سفارت د پرانيستلو په وړاندې د فلسطینیانو له‌خوا د قهرجنو مظاهرو په ترڅ کې، لسګونه فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په غزه کې چې حماس ډله پرې واکمنه ده، د روغتیا وزارت ویلي چې لږ تر لږه ۱۶ فلسطینیان د اسرائیلي سرتېرو له‌خوا د ډزو په نتیجه کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د جرمني (ډي. پي. اې) خبري اژانس بیا د روغتیایي سرچینو له قوله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ او د ټپیانو له ۲۰۰ زیات ښودلی دی.

د اسرائیل پوځ ویلي چې شااوخوا ۳۵ زره فلسطینیانو د اسرائیل له پولې سره په دغو مظاهرو کې ګډون کړی دی.

پوځ د فلسطینیانو د استوګنې له پولو سره د خپلو سرتېرو شمېر دوه چنده زیات کړی دی.

په غزه کې د روغتیا وزارت ویاند اشرف‌القیدره ویلي چې ۱۸ کسان د مظاهرو په سیمه کې وژل شوي او د فلسطینیانو د سرې میاشتې ټولنې ویلي چې ۲۲۷ تنه د اسرائیلي سرتېرو په ډزو کې ټپیان شوي دي.

دا د مرګ ژوبلې وروستۍ شمېرې نه‌دي او د دې وېره شته چې هغه له دې لوړه شي.

د اسرائیل د پوځ ویاند ویلي چې سرتېرو یې د قهرجنو مظاهره کوونکو د تیت او پرک کولو لپاره پر منل شویو اصولو او مقرراتو عمل کړی او یو ځل بیا یې د حماس ډله په دې تورنه کړه چې د مظاهرو په پلمه غواړي، سرحدي موانع له‌منځه یوسي او د اسرائیل خاورې ته نفوذ وکړي چې په سرحدي سیمو کې پر مېشتو اسرائیلیانو حملې ترسره کړي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې فلسطینیانو د اسرئیل له پولې سره په ۱۰ مختلفو ځایونو کې مظاهرې کړي او زرګونه نورو کسانو هم د پولې په ۵۰۰ مترۍ کې اعتراضي خیمې درولې دي.

په غزه کې فلسطینیانو له تېرو شپږو اوونیو راهیسې مظاهرې پیل کړي چې هدف‌یې د یوې لسیزې راپه دېخوا د اسرائیل د محاصرې پای ته رسول او خپلو سیمو ته چې اوس د اسرائیل خاوره ده، د بېرته ستنېدو لپاره ستر مارش ته تیاری نیول دي.

د دغو مظاهرو له پیله تر اوسه ۵۸ کسان وژل شوي دي.

په نننیو مظاهرو کې د فلسطینیانو پراخ ګډون دغه‌راز په بیت‌المقدس کې د امریکا سفارت د پرانيستل کېدو په وړاندې عکس‌العمل دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پرېکړې له مخې چې د روان کال په پیل کې یې بیت‌المقدست د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند او اعلان‌یې وکړ چې د امریکا سفارت به له تل‌ابیبه دې ښار ته ولېږدوي، نن په دې ښار کې د امریکا په قونسلګرۍ کې سفارت رسماً پرانيستل کېږي.

په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره د امریکايي پلاوي په ترکیب کې د ولسمشر ټرمپ لور ایوانکا او د هغه زوم جرد کوشنر او یو شمېر نور امریکايي چارواکي شامل دي.

اسرائیل د دغو مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر او ښه ترتیبات نیولي.

د راپورونو له مخې، د ټولو هغو هېوادونو چې اسرائیل‌یې په رسمیت پېژندلی، استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو یو شمېر اروپایي هېوادونو چې د امریکا د ولسمشر له دې پرېکړې سره‌یې مخالفت څرګند کړی، ویلي چې استازي یې په دې مراسمو کې ګډونه نه‌کوي.

اسرائیل ختیځ بیت‌المقدس د خپلې خاورې برخه بولي او ټول ښار یې د پلازمېنې په توګه اعلان کړی چې نړیوالې ټولنې تر اوسه هغه په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

فلسطینیان ختیځ بیت‌المقدس د خپل راتلونکي خپلواک دولت پلازمېنه بولي.

XS
SM
MD
LG