د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۰۴

د ملګرو ملتونو له خوا د ایران پر اټمي تاسیساتو د څار په اړه د امریکا ټينګار


له دې سره چې د امریکا ولسمشر له ايران سره له اټمي موافقې څخه خپل هېواد وايست، سپينه ماڼۍ غواړي چې ملګري ملتونه د ايران د اټمي تاسيساتو ارزونې ته دوام ورکړي.

څو ورځې وروسته له هغه چې ډونالد ټرمپ د نړۍ د شپږو قدرتونو او ايران تر منځ د ۲۰۱۵میلادي کال له اټمي موافقې څخه د خپل هيواد د وتلو اعلان وکړ، د پنجشنبې په ورځ د مې په لسمه نېټه د امریکا د ادارې لوړپوړو چارواکو وويل چې ټرمپ غواړي د ايران د اټمي پروګرام ارزونه دوام وکړي او د ملګرو ملتونو پلټونکي ادارې ته به د ايران د څېړونکو د ټيم چارې پر مخ وړلو لپاره پیسې ورکړي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

د نړۍ د شپږو قدرتونو او تهران تر منځ اټمي موافقې ايران اړ ايست چې په څلرويشتو ورځو کې دننه خپل اټمي پروګرام هره ساحه چې وي، د ملګرو ملتونو پلټونکو ته د څېړلو لپاره وړاندي کړي.

خو ټرمپ او د ده مرستيالانو ټينګار کړی چې پلټونکي چې پر دغه کار ګومارل شوي وو، دومره جدي نه وو.

هغه اروپايي هېوادونه چې غوښتل يې امریکا له دې موافقې ونه وځي، وايي چې دا د نړۍ تر ټولو فعال اټمي څارونکی ټیم دی.

د ايران د ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي سلاکار علي اکبر ولایتي تېر ميلادي کال په سپتمبر مياشت کې ويلي وو چې امريکايان به د ايران د اټمي تاسيساتو لیدلو خوب ګور ته يوسي.

ایات الله علي خامنه یي
ایات الله علي خامنه یي

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا خپله غوښتنه تکرار کړه چې څېړونکي باید نورې هم جدي پلټنې وکړي.

د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي د چارشنبې په ورځ وويل چې د امریکا اقدامات داسې ښيي چې موافقو ته د ژمن پاتې کېدو په برخه کې، د باور وړ نه دی.

ده د امریکا پر اورپايي متحدانو هم پوښتنه پورته کړه چې ايا هغوی د باور وړ دي که نه.

د ايران د ولسمشر حسن روحاني په ګډون، د فرانسې، جرمني، بريتانيې، روسيې او چين مشرانو ويلي چې دوی به له ايران سره د موافقې برخه پاتې شي.

XS
SM
MD
LG