د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

د کډوالو چارو وزارت: ۵۰ سلنه افغانان د کډوالۍ له پدیدې اغېزمن شوي


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، نیمايي افغانان د کډوالۍ له پدیدې اغېزمن شوي دي.

له افغانستانه بهر د افغان کډوالو د ستونزو په اړه له مخ پر زیاتېدونکو اندېښنو سره هم‌مهاله، دغه وزارت وايي په هېواد کې د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر شااوخوا درې میلیونه ته رسېږي.

د دغه وزارت د یوه تازه راپور له مخې چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۱۸» خپور شو، په‌کې ویل شوي چې پنځه نیم میلیونه افغانان په بهر کې کډوال دي او یوازې په تېرو پنځو کلونو کې شااوخوا ۸۰۰ زره افغانان له هېواده وتلي دي.

د کډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۱۸» د دغه راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د کډوالو د ستونزو حل ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي
د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي

دی وایي:

"په تېرو ۱۷ کلونو کې د راستنېدونکو شمېر ۷ میلیونه دی، دا مهال په بهر کې له پنځه نیم میلیونو زیات افغانان کډوال دي او درې میلیونه په کور دننه بې‌ځایه شوي، دا ټولې شمېرې چې راټولې کړئ، تقریباً د افغانستان نیم نفوس احتوا کوي، د افغانستان حکومت باید دغې لويې کتلې ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې چمتووالی ونیسي."

په ورته وخت کې د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان لمریز کال د پیل راهیسې تر دې دمه، له ترکیې د څلور زرو څخه زیات افغانان بېرته افغانستان ته راستول شوي دي.

د کډوالو وزیر وايي، تر راتلونکو دوو ورځو به یو ترکي پلاوی په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره کابل ته سفر وکړي.

نا امني او فقر د افغانانو د بې‌ځایه کېدو او کډوالۍ مهم لاملونه ګڼل کېږي.

که څه هم افغان حکومت د کډوالو او بې‌ځایه شویو د ستونزې حل له خپلو لومړیتوبونو ګڼي، خو لا هم د ځینو راپورونو له مخې، هره ورځ لسګونه افغانان له هېواده وځي.

افغان کډوال
افغان کډوال

له دې ټولو سره سره د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، د کډوالو او بې‌ځایه شویو د ستونزو حل، د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

په کابل کې د دغه دفتر مشر لاورس هارټ کډوالو او بې‌ځایه شویو ته د ښو خدمتونو د رسولو لپاره، د کډوالو او بې‌ځایه شویو دقیق معلومات مهم بولي او وایي:

"موږ د یوه داسې سازمان په توګه چې د مهاجرت په برخه کې کار کوو او زموږ مأموریت د کډوالۍ مدیریت دی، دقیق معلومات له موږ سره د کډوالو د استقرار او ادغام مجدد په برخه کې ډېره همکاري کوي، نه‌یوازې له موږ، بلکې له ټولو بنسټونو سره چې په دې برخه کې کار کوي."

که څه هم تر دې وړاندې د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې افغانستان په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې ډېر وګړي یې بې‌ځایه شوي، خو د ګډوالو وزارت وايي ټول حکومت، خلک او نړیواله ټولنه، د دغې ستونزې په حل کې ګډ مسؤلیت لري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG