له افغانستان سره د نړیوالو د ميلیاردونو ډالرو مرستې سره سره د دې هېواد اکثریت وګړي له ۱۷ کلونو وروسته، د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه په کابل کې د افغان ښځو پنځم نړیوال سمپوزیم ته په وینا کې وویل:
"کله چې د لوږې کرښه له ۵۰ فیصدو زیاته وي، دا ټولنه څرنګه یوه دوامدار ثبات ته رسېدلی شي، بېوزلي د افغانستان د ثبات اساسي دښمن دی او هر څوک که دا فکر کوي چې دغه اوسنی افراط او تفریط چې مصنوعي رامنځه شوی، د ثبات کلي ده، یا د ثبات نسخه ده، باید له سره فکر وکړي."
اشرف غني ټینګار وکړ چې تر ۶ کلونو پورې باید افغانستان په خپلو پښو ودرېږي، ځکه له هغې وروسته له دې هېواد سره د نړیوالې ټولنې ژمنې پای ته رسېږي، خو ایا په دې موده کې به د افغانستان اتکا پر نړیوالو مرستو کمه او د دې هېواد وګړي به له نسبي هوساینې برخهمند شي؟
د هغې سروې له مخې چې د افغانستان د احصائیې مرکزي ادارې په افغانستان کې د ژوند د وضعیت د څېړلو په اړه کړې، د افغانستان له نیمایي زیات وګړي د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د سروې له مخې، په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې اقتصادي وده ورو، خو د نفوسو شمېر مخ په زیاتېدو دی او په اوس وخت کې د کاري ځواک یوه څلورمه برخه اوزګار دي.
په افغانستان کې د جګړو او نا امنیو دوام چې له املهیې لسګونه زره کسان له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي او هم په ډلهییزه توګه له بهره د په سلګونه زره افغانانو بېرته ستنېدو د دې هېواد پر اقتصادي چارو او پانګونې ناوړه اغېز کړی او همیې خلکو ته د لومړنیو خدمتونو په برابرولو کې حکومت له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د افغانستان دغه وضعیت ته په پام سره د اقتصادي چارو کارپوهان ګومان نهکوي چې افغانستان به تر ۲۰۲۴ کاله هغې مرحلې ته ورسېږي چې نور د نړیوالو پر اوږو بار نهوي او نه به هم له اقتصادي پلوه، د خلکو په ژوند کې د پام وړ بدلون راشي.
یو له دغو کارپوهانو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي دی.
نوموړی وایي، د افغانستان حکومتونه په تېرو ۱۷ کلونو کې ونهتوانېدل چې د افغانستان اقتصادي وضعیت سم درک کړي او د ودې او پرمختګ لپاره هر اړخیز پلانونه ترتیب او عملي کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"په دا تېرو ۱۷ کلونو کې د افغانستان دولت په دې نهدی بریالی شوی چې په کاغذ کې د خپلې اقتصادي ودې اساسي کرښې ولیکې، یا خپل لومړیتوبونه وپېژني. په خواشینۍ سره تر اوسه پورې دا کار نهدی شوی، موږ یو قوي مقتدر دولت پخوا هم نهدرلود او اوسیې هم نهلرو. یو ائتلافي، شراکتي، بېل بېل غږونه دلته اورېدل کېږي، توافق د نظر نهشته، د اقتصادي ودې لپاره پروګرام نهشته."
ښاغلی حافظي په دې باور دی چې په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه له هغه څه چې په وروستۍ سروې کې ښودل شوې زیاته ده، ځکه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ارزونو له مخې، په وروستیو کلونو کې سوداګریزې چارې ورو شوي او د خلکو د خرید توان هم ډېر کم شوی چې دا په خپله د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت منعکسوي.
په افغانستان کې د بېوزلۍ د کچې زیاتوالي ته په پام سره، که څه هم اقتصاد وزارت د یو لړ اقتصادي پلانونو خبر ورکوي چې په تطبیق سره بهیې د خلکو اقتصادي وضعیت بدلون ومومي او په دې هم ټینګار کوي چې په هېواد کې دننه د لومړنیو موادو او اجناسو تولید له اقتصادي ودې سره ډېره مرسته کولای شي، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو مشر وایي چې دولت په دې برخه کې تر اوسه د خصوصي سکټور کافي ملاتړ نهدی کړی چې د خلکو د اړتیا وړ لومړنیو موادو تولید د هېواد دننه زیات شي او پر صادراتو اتکا راکمه شي.
د هغه په وینا، که د خصوصي سکټور هغسې چې لازمه ده، دولت ملاتړ وکړي، کولای شي چې د یو ميلیون کسانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.