د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په مرګوني برید کې ټپي شو


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال په یوه مرګوني برید کې ژوندی وتلی، خو د ډزو له امله ټپي شوی دی.

د پاکستان دولتي ټلوېزېون وايي، پر احسن اقبال دا برید د یکشنبې په ورځ مازیګر د پنجاب ایالت د ناروال ښارګوټي په کنجروړ کې هغه وخت وشو چې هغه د خپل ګوند «مسلم لیګ ن» تر یوې غونډې وروسته خپل موټر ته پر د ختو لپاره روان و.

د احسن اقبال د ګوند چارواکي وايي چې د کورنیو چارو وزیر په ناروال کې ځايي روغتون ته وړل شوی او پاکستاني رسنۍ بیا د ډاکټرانو په حواله د احسن اقبال ژوند له خطره بهر او وضعیت یې د ډاډ وړ ګڼي.

پاکستاني رسنۍ د ناروال د پوليسو مشر عمران کشور له قوله وايي، احسن اقبال پر ښي لاس لګېدلی او زیاتوي، مشکوک بریدګر عابد نومېږي چې پولیسو نیولی او د تحقیقاتو لپاره یې نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.

ناروال د پنجاب ایالت ښارګوټی دی او د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر احسن اقبال ځايي حوزه یا «حلقه د» چې له همدې ځایه په ټولټاکنو کې برخه اخلي.

د احسن اقبال زوی يوه ځايي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، د پلار روعتيايي حالت يې له اندېښنې وتلی او اوس په هوښ کې دی او په خبره یې چې اقبال په ناروال کې تر لومړنۍ طبي مرستو وروسته د درملنې لپاره لاهور ته لېږدول شوی دی.

  • پر کورنیو چارو وزیر د برید غندنه

که څه هم تراوسه دا معلومه نه ده چې پر احسن اقبال ولې برید شوی؟ خو د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د پوځ د مشر جنرال جاوید قمر باجوه په ګډون ګڼ شمېر سیاسي مشرانو پر هغه برید غندلی دی، د هغه د عاجلې روغتیا هیله یې څرګنده کړې او له اړوندو ادارو یې د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د پاکستاني پوځ ویاند په دې اړه پر خپل ټویټرپاڼې د پوځ د مشر په حواله لیکلي:

"د پوځ مشر د کورنیو چارو پر مرکزي وزیر د ډزو پېښه په کلکه غندلې او د هغه د عاجلې روغتیا هیله یې څرګنده کړې."

د پاکستان «مسلم لیګ ن» تر ټولو سخت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان او د پیپلز ګوند مرستیال مشر بلاول بوټو زرداري هم پر خپلو ټویټر پاڼو پر احسن اقبال برید غندلی او د تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده.

د پنجاب ایالت اعلی وزیر شهباز شریف بیا د دغه برید د غندنې ترڅنګ پر خپلې ټویټر پاڼې د کورنیو چارو د وزیر روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی او ویلي یې دي:

"د دغه ناوړه عمل «ترسره کوونکي» به د قانون منګولو ته سپارو."

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې ده په نېزدې راتلونکي کې په پاکستان کې عمومي ټولټاکنې ترسره شي چې ورسره سم په دې هېواد کې د سیاسي ګوندونو له خوا د جلسو جلوسونو او سیاسي غونډو بازار هم تود شوی دی.

  • پخواني معلومات

د پاکستان د کورنیو چارو پر وزیر احسن اقبال برید شوی چې په نتیجه کې هغه ژوندی وتلی، خو د ډزو له امله ټپي شوی دی.

د پاکستان دولتي ټلوېزیون وايي، پر احسن اقبال دا برید د یکشنبې په ورځ مازیګر د پنجاب ایالت د ناروال ښارګوټي په کنجروړ کې هغه وخت وشو چې هغه د خپل ګوند «مسلم لیګ ن» تر یوې غونډې وروسته خپل موټر ته پر د ختو لپاره روان و.

د احسن اقبال د ګوند چارواکي وايي چې د کورنیو چارو وزیر په ناروال کې ځايي روغتون ته وړل شوی او پاکستاني رسنۍ بیا د ډاکټرانو په حواله د احسن اقبال د وزیر ژوند له خطره بهر او وضعیت یې د ډاډ وړ ګڼي.

پاکستاني رسنۍ د ناروال د پوليسو مشر عمران کشور له قوله وايي، احسن اقبال پر ښي لاس لګېدلی او زیاتوي، مشکوک بریدګر عابد نومېږي چې پولیسو نیولی او د تحقیقاتو لپاره یې نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.

ناروال د پنجاب ایالت ښارګوټی دی او د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر احسن اقبال ځايي حوزه چې له همدې ځایه په ټول ټاکنو کې برخه اخلي.

که څه هم تر اوسه دا معلومه نه ده چې پر احسن اقبال ولې برید شوی؟ خو د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي په ګډون ګڼ شمېر سیاسي مشرانو پر هغه برید غندلی دی او له اړوندو ادارو یې د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان مسلم لیګ ن تر ټولو سخت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان او بلاول بوټو زرداري هم پر خپلو ټویټر پاڼو پر احسن اقبال برید غندلی او د تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې ده په نېږدې راتلونکي کې په پاکستان ک عمومي ټولټاکنې ترسره شي چې ورسره سم په دې هېواد کې د سیاسي جلسو جلوسونو بازار هم تود شوی او بېلابېل ګوندونه په کې د ټاکنو لپاره د خلکو د جذبولو لپاره سترې سترې غونډې کوي.

XS
SM
MD
LG