د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د غزني–پکتیکا لار د پرانېستو سره سم د بدخشان کوهستان ولسوالۍ هم ونیول شوه​


  • د کوهستان ولسوالۍ له طالبانو نیول شوې​

د بدخشان چارواکي وايي، د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ یې د شنبې په مازیګر بېرته له وسله‎والو طالبانو نیولې ده.

دا ولسوالۍ د پنجشنبې په ورځ وسله‎والو طالبانو نیولې وه.

د بدخشان والي فیصل بېکزاد د شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې سیمې ته د ملي اردو کومانډو سرتېرو په رسېدو ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو نیولې.

ښاغلي بېکزاد زیاته کړه:

"دوه ورځې مخکې د کوهستان ولسوالۍ وسله‎والو طالبانو نیولې وه چې د کومانډو سرتېرو په شمول سیمې ته د مرستندویه ځواکونو په رسېدو، د شنبې په ورځ څلور نیمې بجې دغلته عملیات پیل شول او په یو ساعت کې ولسوالۍ تصفیه شوه، دا مهال افغان ځواکونه په ولسوالۍ کې ځای پرځای شوي دي."

د بدخشان والي فیصل بېکزاد
د بدخشان والي فیصل بېکزاد

ښاغلي بېکزاد وویل چې وسله‎وال طالبان د راغستان ولسوالۍ غرنیو سیمو ته په شاه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال په بدخشان کې د داخلي او بهرنیو وسله‎والو شمېر دوه زره تنو ته رسېږي.

طالبان لا دمخه د بدخشان په وردوج او یمګان ولسوالۍ کنټرول لري.

  • د غزني– پکتیکا لویه لاره پرانېستل شوه

په عین کې د غزني چارواکي وايي، د غزني– پکتیکا لویه لار د دوو ورځو پرله‎پسې جګړو او عملیاتو وروسته د شنبې په ورځ بېرته د ترافیکو پرمخ پرانېستل شوه.

دا لاره دوه ورځې مخکې، وروسته له هغې وتړل شوه چې وسله‎والو طالبانو د لارې په اوږدو کې پر امنیتي پوستو بریدونو وکړل او جګړه ونښته.

د شنبې د ورځې په ماښام د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، اوس لاره پرانېستې ده.

دی وايي:

"دم‎ګړۍ وضعیت نورمال دی. لاره هم د مازیګر د څلور نیمو بجو راهیسې پرانېستل شوې. کوم عملیات چې د لارې په اوږدو کې په ځانګړي توګه د ارزو په سیمه کې پیل شوي وو، پای ته رسیدلي دي. سیمه له وسله‎والو پاکه شوې او اوس مسافر او موټر چلوونکي کولی شي چې په ازاده توګه پر لاره تګ راتګ وکړي."

ښاغلي نوري د دې لارې په اوږدو کې د حکومتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د دوو ورځو جګړو کې د تلفاتو په اړه وویل چې د جمعې په ورځ په سیمه کې د افغان هوايي ځواکونو او د ناټو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کې ۳۱ تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي وو.

نوموړي وویل، د شنبې د ورځې په عملیاتو کې هم د ارزو په سیمه کې د وسله‎والو طالبانو څلور جسدونه پاتې وو.

د ښاغلي نوري په وینا په دې عملیاتو کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او یو پولیس ټپي شوی و.

همدارنګه دوه تنه ولسي وګړي په عملیات کې وژل شوي او د ښځو په ګډون اووه نور ټپیان دي.

  • د طالبانو ادعا
    بل‌خوا د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد د رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې ادعا کړې چې په جګړو کې یې نهه حکومتي سرتېري وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي،

ښاغلي مجاهد خپل لوري ته د یو تن وژل کېدل او درې نورو ټپي کېدل تأیید کړي دي.

غزني چې د کابل– کندهار د لویې لارې سربېره ترې ګاونډي ولایتونو لکه پکتیکا، ارزګان او دایکنډي ته هم له مرکزه تللې لویې لارې تېریږي، په وروستیو کې د وسله‎والو طالبانو د پراخو فعالیتونو شاهد دی.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وویل، وسله‎وال طالبان یوازې په ګڼ مېشتو سیمو کې د لویو لارو د بندولو هڅه کوي، چېرې چې د ده په وینا حکومتي ځواکونو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره په عملیاتو کې له احتیاطه کار اخلي.

همدارنګه ښاغلي نوري وویل، ځايي امنیتي چارواکي غواړي چې د لویو لارو د امنیت لپاره د امنیتي پوستو په شمېر کې زیاتوالی راولي.

XS
SM
MD
LG