د کندز ولایت خلک وايي چې د ملي یووالي حکومت مشرانو په وار- وار له دوی سره په بېلابېلو مجلسونو او غونډو کې ژمنې کړي چې ډېر ژر به د کندز ټولې سیمې د دولت ضد عناصرو له شتون څخه تصفیه کړي، خو تراوسه پورې دغه ژمنې په عمل کې نه دې عملي شوي.
د دوی په خبره، که څه هم تېر او په روان کال کې دولتي ځواکونو په بېلابېلو نومونو د وسله والو مخالفینو پر وړاندې پوځي عملیات ترسره کړل، خو تراوسه پورې د دې ولایت کومه ځانګړې سیمه د دغې ډلې له شتون څخه نه ده پاکه شوې چې دغې موضوع د خلکو په ذهنونو کې بېلابېل سوالونه زېږولي دي.
د دې ولایت دوو تنو اوسېدونکو وحیدالله رحماني او شفیق الله احمدي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"موږ اوس هم د خوندیتوب احساس نه کوو او د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن یو او که د دولت بې غوري همدا شان ادامه پیدا کړي، نو موږ به بیا ځلې د کندز په ښار کې د تودې جګړې شاهد و اوسو."
"د کندز ډېرې سیمې د طالبانو په ولکه کې دی او که وسله وال مخالفین وغواړي په هر ډول تحرکاتو لاس پورې کولای شي او همدا اوس د کندز ښار د لوړ امنیتي ګواښ لاندې دی، ځکه د ښار په شااوخوا سیمو کې طالبان شتون لري، خو تراوسه پورې دولت د کندز د تلپاتې ثبات لپاره کوم کار نه دی کړی."
له دې سره سم د دې ولایت مدني فعالان هم انتقاد کوي چې دولت د دې ولایت د امنیت او ثبات لپار جدي اراده نه لري او له کبله یې هره ورځ د کندز خلک قرباني ورکوي.
د هغوی د خبرو پر بنسټ چې د جګړې لمن پراخېدو له کبله د دولت او ولس ترمنځ لوی واټن رامنځته شوی او برسېره پردې هرکال خلک له دې کبله زیانمن کېږي او له خپلو سیمو څخه کوچېدو ته اړ کېږي.
د کندز دوتنو مدنې فعالانو هر یو عنایت الله خلیق او محمد صابر یوسفي په دې اړه وايي.
"اوس مهال کندز ډېره برخه او حتی ۷۰ سلنه خاوره د وسله والو مخالفینو تر ادارې لاندې ده او که دولت د دغو سیمو د پاکېدو او ساتلو په برخه کې کوټلې ګامونه پورته نه کړي، نو کېداي شي امنیتي وضعیت نور هم کړکېچن شي چې دغې مسئلې خلکو ته اندېښنې زېږولي دي."
"لاهم د ښار په نېږدې څنډو کې وسله وال طالبان فعاله حضور لري او کوم عملیات چې هم ترسره شوي هغه هم مثبتې پایلې نه لري، ځکه په امنیتي وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی."
هغوی زیاتوي چې د امنیتي ګواښونو له کبله له ۸ میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو فعالیت له ۲۴ ساعتو څخه ۹ ساعتو ته را ټېټ شوی او برسېره پردې اوس مهال له کندز څخه خلک د دې ولایت ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو ته د امنیتي ګواښونو له کبله په ډاډه زړه سفر نشي کولای، ځکه وخت نا وخت وسله وال مخالفین په سړه سېنه لویو لارو ته راوځي موټرونه تلاشي کوي او د خپلو اهدافو پسې ګرځي.
بل خوا د کندز ولایتي شورا هم د خلکو دغه اندېښنې تائیدوي او زیاتوي چې اوس مهال یوازې د کندز مرکز او د دې ولایت د ۶ ولسوالیو مرکزونه د دولتي ځواکونو تر واک لاندې دي او پر نورو پاتې سیمو کې وسله وال مخالفینو حاکمیت لري.
د دې ولایت د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري او د دغې شورا یوتن غړی غلام ربانې ربانې په دې اړه وايي:
"موږ د کندز له سیمه ییزو چارواکو څخه غواړو چې خپلو امنیتي ګزمو ته زور ورکړي او په ورته وخت کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې باید تصفیوي عملیات پیل کړي او د دې ولایت ټولې سیمې دې د هغوی له شتون څخه پاکې کړي."
"د کندز ډېرې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي او هغوی د خپل تر واک لاندې سیمو کې د خپل د تحریک سیاست او پالیسې پلې کوي او ټول خلک یې د خپل تر نفوذ لاندې راوستې دي."
د دوی په وینا، که چېرې دولت د دې ولایت د امنیتي وضعیت په اړه کوټلي ګامونه پورته نه کړي، نو ښايي په روان کال کې د دې ولایت امنیتي وضعیت نور هم ګړکېچن شي.
په ورته وخت کې د کندز سیمه ییز چارواکي خلکو ته ډاډه ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو مخالفینو هر ډول تحرکاتو پر وړاندې پوره چمتووالی لري او دغې ډلې ته نور د سر پورته کولو اجازه نه ورکوي.
د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي بیا وايي چې د دولتي ځواکونو د پرله پسې پوځي عملیاتو له کبله د وسله والو مخالفینو شمېر راټیټ شوی او اوس مهال د نوموړي ولایت په کچه څه باندې ۲ زره تنه وسله وال مخالفین له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي:
"موږ د پرله پسې پوځي عملیاتو له کبله وسله والو مخالفینو ته کلکه ماتې ورکړې او طالبانو خپل پخوانی زور او قوت له لاسه ورکړی، ځکه امنیتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته راوتلي دي او طالبان نور په دې ولایت کې هېڅ هم کولای نشي."
د ښاغلي حمیدي په وینا چې په دغه لایت کې د داخلي طالبانو ترڅنګ یوشمېر بهرني جنګیالي هم فعاله حضور لري.
د کندزیانو په وینا چې له څو کلونو راهیسې دغه ولایت ته د وسله والو مخالفینو پاملرنه زیاته شوې ده او برسېره پر دې د داخلي طالبانو ترڅنګ زیات شمېر بهرني جنګیالي هم شتون لري او د نوموړي ولایت په کلیوالو سیمو کې د دولتي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي او برسېره پردې وسله والو مخالفینو ته د وران کارو اعمالو ترسره کولو برخه کې روزنه ورکوي، خو حکومت تراوسه پورې د دغې ډلې د ځپلو په اړه کوم جدې اقدام نه دی کړی.
د کندز روان امنیتي وضعیت په اړه خلک په داسې حال خپلې اندېښنې څرګندوي چې له دوه ورځو راهیسې د دغه ولایت د قلعه وزال ولسوالۍ د آقتیپې پرسیمې وسله والو مخالفینو خپل تعرضي بریدونه پیل کړي او لاهم جګړه جریان لري.
راپور: اجمل ارین