د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

سیګار: له افغانستان سره د نړیوالو میلیاردونه ډالره مرسته ورکه ده


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت څارونکې اداره وايي چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو د میلیاردونو ډالرو مرسته ورکه ده.

سیګار وايي چې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې ۳۴ مرستندویه هېوادونو د نړیوال بانک په مرسته د افغانستان د بیارغونې لپاره د بسپنې له صندوق سره ۱۰ میلیارده ډالره مرسته کړې او په ملکي برخه کې د افغان حکومت د ټولو لګښتونو په ۱۰۰ کې ۴۰ له همدې صندوقه ورکول کېږي.

له‎دې صندوق سره تر ټولو زیاته مرسته متحده ایالاتو کړې چې درې میلیارده ډالرو ته رسېږي.

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د سرمفتش اداره سیګار په خپل راپور کې وايي چې د شفافیت او د څارنې او محاسبې د نشتوالي له کبله نړیوال بانک اوس نه‎شي کولای چې د جګړه ځپلي افغانستان پر پرمختګ د دې بسپنې د اغېزو او اثراتو اندازه معلومه کړي.

د سیګار د راپور له مخې نړیوال بانک که څه هم پوهېږي چې په افغانستان کې داسې موارد هم شته چې د دولتي پوستونو لپاره مأمورین نه‌شته، خو په رسمي اسنادو کې معاشونه ورته حواله کېږي، مګر بیا هم دا نه‎شي تثبیتولای چې په کوم شمېر مأمورینو ته معاشونه ورکړل شوي دي.

سیګار په خپل راپور کې د ولسمشر اشرف غني د یوه جګ‎پوړي سلاکار له قوله لیکي چې نوموړی وايي، د نړیوالو مرستو د بسپنې د صندوق جوړښت داسې دی چې نیمګړې پروژې هم بودجه ترې ترلاسه کولای شي، ځکه چې د حساب ورکولو لپاره هېڅ‌راز مکلفیت نه‎لري او د دې نیمګړو پروژو له‎منځه وړل، هم تقریباً ناممکن کار دی.

سیګار پر نړیوال بانک هم ځکه انتقاد کوي چې له افغان حکومت سره‌یې دا مسئله نه‎ده یقیني کړې چې شوې مرستې یوازې په مناسبو برخو کې ولګوي.

د ولسمشر سلاکار چې په راپور کې یې نوم نه‎دی یاد شوی سیګار ته ویلي چې د مرستندویانو مالي مرستې باید د سیاسي فشارونو پر بنسټ لګول شوې وی، څو په راتلونکي کې د هغو د له لاسه تلو مخنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG