د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

قویاش: د مرستندویو هېوادونو بې غورۍ په افغانستان کې فساد ته لار برابره کړې


د افغانستان د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون وايي، په تېرو کلونو کې میلیونونه ډالر مرستې حیف او میل شوي او باید په دې اړه پراخې څېړنې وشي.

په افغانستان کې د نړیوالي ټولنې د ميلیاردونو ډالرو مرستو د حیف او میل کېدو له امله، دغه هېواد په اقتصادي او د بیا رغونې په برخو کې نه جبران کېدونکی فرصت له لاسه ورکړی دی.

د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون د دغه مطلب په څرګندونو سره وايي، په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د مرسته کوونکو ادارو په ځانګړي ډول، د امریکا متحده ایالاتو بې غورۍ په دغه هېواد کې په پراخه کچه فساد ته زمینه برابره کړې ده.

د دغه کمېسیون رئیس محمد عظیم قویاش د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دغو مرستو حیف او میل کوونکي باید جدي وپوښتل شي.

دی وایي:

"د سیګار او حکومت له لورې ګمارل شوي کمېسیونونه باید له دغې موضوع څارنه وکړي، کله چې څېړنې وشي، په یقيني توګه چې حقیقتونه به څرګند شي چې فساد چېرته او کوم کسان پکې ښکېل دي، ټول باید تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې ونیول شي او کومې پیسې چې حیف او میل شوي، بېرته دې د دولت خزانې ته راوګرځول شي."

دا په داسې حال کې ده چې سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتشې ادارې د پنجشنبې په ورځ په خپل یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو مالي مرستو فساد ته لار هواره کړې ده.

د سیګار په وینا، د دې مرستو چمتو کولو طریقه د متحده ایالتونو څانګو ترمنځ پېچلتیا رامنځته کړې او په افغانستان کې د اداري فساد زغم په یو ډول له فساد کوونکو کسانو نه د ملاتړ په معنی دی چې د هېواد د اقتصادي امکاناتو او بیارغونې د پروګرامونو د حیف او میل کېدو لامل ګرځي.

سیګار تردې وړاندې هم په افغانستان کې د فساد له موجودیته او د مرستو د حیف او میل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه چې تر ټولو تازه راپور یې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د تېلو د خرڅلاو په تړاو و.

په ورته وخت کې د افغانستان اقتصاد وزارت په هېواد کې اداري فساد لویه ننګونه بولي او وايي چې دغې پدیدې پانګونه او اقتصادي فعالیتونه په شدت متاثره کړي دي.

خو د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن وویل، افغان حکومت له فساد سره جدي مبارزه روانه کړې او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.

سهراب بهمن
سهراب بهمن

نوموړي زیاته کړه:

"تاسې نړیوالې تجروبې وګورئ چې له فساد سره مبارزې لنډمهالې کې نتیجه نه ده ورکړې، خو افغان حکومت ژمن دی چې له فساد سره په مبارزه کې باید جدي عمل وکړي، ځکه فساد نه یوازې د اقتصادي کمزورتیا لامل ګرځي، بلکې نورې برخې هم زیانمنوي."

د نوموړي په وینا، د نا امنۍ او فقر ترڅنګ اداري فساد په افغانستان کې له لویو ننګونو دی، خو د دغې پدېدې د لمنځه وړلو لپاره، د حکومت هڅې روانې دي.

بل خوا د اقتصادي چارو کار پوه تاج محمد اکبر وايي، د بهرنیو مرستو په لګښت کې د فساد موجودیت او په دې برخه کې بې غوري د دې لامل دی چې له نیمايي ډېرې مرستې حیف او میل او ملي او اساسي پروژې په کم شمېر او بې کیفیته پلې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG