د ارمنستان پولیسو یو شمېر هغه مظاهره کوونکي نیولي چې غوښتلیې په پلازمېنه ایروان کې یو شمېر دولتي ودانیو ته د وزیرانو د ورتلو مخه ونیسي.
د ارمنستان پولیسو لسګونه هغه اپوزېسیون پلوه مضاهره کوونکي ونیول چې نن سهار یې غوښتل د پلازمېنې ایروان د یو شمېر دولتي ودانیو دروازې وتړي.
خو اعتراض کوونکي د ارمنستان د صدراعظم په توګه د دغه هېواد د پخواني ولسمشر سرژ سرکیسیان د ټاکنې پر ضد د اعتراضونو د دوام لپاره بیا راټول شول.
خلک وروسته له هغه راټول شول چې د ارمنستان په پارلمان کې د اپوزېسیون مشر نیکول پشینیان چې د اعتراضونو مشري کوي له خلکو وغوښتل چې د دولتي ودانیو مخته په جمهوري میدان کې راټول شي او هغې ودانۍ ته چې د سرژ سرکیسیان د کابینې لومړنۍ غونډه پهکې جوړېده، د وزیرانو د ننوتلو مخه ونیسي.
د ارمنستان د پولیسو یوه افسر ازادي راډیو ته وویل چې په جمهوري میدان کې د یوې دولتي ودانۍ مخته ۲۰ تنه مظاهره کوونکي ونیول شول.
پولیسو لسګونه نور تېره ورځ هم نیولي و.
د اعتراضونو مشر نیکول پشینیان د هغه هېواد له پولیسو غوښتي چې وسله پر ځمکه کېږدي او له هغو اعتراضونو سره چې د صدراعظم په توګه د سرژ سرکیسیان د ټاکل کېدو پر وړاندې کېږي، یوځای شي.
نوموړي دغهراز له پولیسو وغوښتل چې د سولهییزو مظاهره کوونکو پر ضد وسلې ونهکاروي.
یو خبریال چې د ارمنستان د یوې غیر دولتي ټولنې لپاره کار کوي، نن په داسې حال کې چې یوې دولتي ودانۍ ته څېرمه د مظاهرو په اړه د راپور په جوړولو بوخت وو، تر وهلو ټکولو وروسته روغتون ته یوړل شو.
دغه خبریال ازادي راډیو ته وویل چې د هغو ځوانانو لهخوا وهل شوی چې معمولي مظاهره کوونکو ته ورته نهو.
په ارمنستان کې مظاهرې د اپرېل له ۱۳مې نېټې وروسته له هغه پیل شوې چې واکمن ګوند «اچ. اچ. کې» او د ارمنستان انقلابي فدراسیون ټولنې سرژ سرکیسیان د دغه هېواد د صدراعظم په توګه ونوماوه او د دغه هېواد پارلمان د اپرېل پر ۱۷مه تأیید کړ.
په همدې ورځ پولیسو په پلازمېنه ایروان کې ۸۰ تنه اعتراض کوونکي ونیول.
د امریکا متحده ایالاتو له دواړو خواوو حکومت او اعتراض کوونکو غوښتي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره له نرمښت څخه کار واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې امریکا په ارمنستان کې روان تظاهرات څاري.
روسیې ویلي چې له قوانینو باید سرغړونه ونهشي.