په امریکا کې د استېناف یوه محکمه حاضره نهشوه چې یوه پخواني روسي پوځي ته د جنګي اسیر په توګه خوندیتوب ورکړي.
ایرک حمیدولین چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا په توقیف کې دی له څارنوالانو غوښتي وو چې له هغه سره د یوه جنګي اسیر په توګه چلند وشي او دوسیهیې پوځي محکمې ته راجع شي.
امریکایي څارنوالان وایي، یو پخوانی روسي پوځي افسر چې په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو د برید له کبله په ابدي حبس محکوم شوی دی، د جنګي اسیرانو په ډله کې شاملېدای نهشي.
د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د ایرک حمیدولین مدافع وکیل استدلال کړی وو چې مؤکلیې یو جنایتکار نه، بلکې یو سرتېری دی او تر هغو چې پوځي محکمهیې په اړه پرېکړه کوي، باید د یوه جنګي اسیر په توګه وساتل شي.
د امریکا متحده ایالات د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې په جګړه کې د یوه سرتېري د اقداماتو او له نړیوالې جګړې بهر د تاوتریخوالي اقداماتو ترمنځ توپیر کوي.
خو د استېناف محکمې د قاضیانو درې کسیزې ډلې د امریکا د عدلیې وزارت په استدلال توافق کړی چې حمیدولین له دې کبله د جنګي اسیر خوندیتوب نهشي ترلاسه کولای چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د افغانستان جګړه د نړۍ په سطحه وسلهواله جګړه نهبلل کېده.
اسوشیټېډ پرس لیکي، د دې محکمې په حکم کې راغلي چې د افغانستان جګړه په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا او متحدینو لهخوا یې د طالبانو په وړاندې په افغانستان کې پیل شوه او هغه مهال چې حمیدولین په جګړه کې برخه اخیستې وه، دغه نښتې له ډېرې مودې په افغانستان کې د غیر قانوني یاغیانو په وړاندي په یوه وسلهواله غیر نړیواله جګړه بدله شوې وه.
دغه پخوانی روسي افسر د افغانستان په خوست ولایت کې د سرحدي پولیسو او امریکایي سرتېرو لهخوا وروسته له هغه ونیول شو چې نوموړي په یوه کمپ کې پر افغان سرحدي پوستې برید پلان کړی او په هغه برید کې یې برخه هم درلوده.
امریکایي څارنوالان وایي، په هغه برید کې چې کله امریکایي هلیکوپټرو غوښتل د طالبانو بریدونه شنډ کړي، برید کوونکو د الوتکې ضد وسلې په مرسته غوښتل هلیکوپټرې په نښه کړي، خو بریالي نهشول.
په هغه برید کې چې د حمیدولین په مشرۍ وشو، شااوخوا ۲۰ تنه یاغیان ووژل شول.
حمیدولین تر نیول کېدو وروسته لومړی په افغانستان کې په یوه امریکایي زندان کې ساتل کېده او وروسته امریکا ته ولېږل شو.
نوموړی د یوې محکمې له لوري د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د افغان او امریکایي ځواکونو پر وړاندې د وسلهوال برید په پلانولو او هم د یوې امریکایي پوځي الوتکې د تخریبولو په هڅې محکوم شو.
پر امریکايي ځواکونو د برید په تنظیمولو تورن روسي خپله دعوا وبایلله
د ایریک حمیدولین لومړنۍ استماعیه غونډه د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې او دوهمه استماعیه غونډه د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې وروسته له هغه وشوه چې یو قاضي په بالتیمور ښار کې له دندې ګوښه شو.
د راپورونو له مخې ایرک حمیدولین په ۸۰مه لسیزه کې د نورو روسي سرتېرو په ډله کې افغانستان ته تللی وو.