د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۰

سرچینه: ولسي جرګې ته د ستانکزي استیضاح غیر قانوني ده او ښايي ورنه‌شي


په افغان دولت کې یوه سرچینه چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له کبله‌یې نوم یاد شي، د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د اساسي قانون د ۹۱ او ۹۲ مادو له مخې ولسي جرګه یوازې کولای شي وزیران استیضاح کړي.

دا سرچینه وايي چې د ولسي جرګې له لوري د معصوم ستانکزي استیضاح کول غیر قانوني ده او ښايي نوموړی جرګې ته ورنه‌شي.

د سرچینې په خبره ولسي جرګه د دې صلاحیت نه‎لري چې د ملي امنیت عمومي رئیس، د افغانستان بانک رئیس، د سرې میاشتې رئیس او لوی څارنوال استیضاح کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې ممکن حکومت ولسي جرګې ته د معصوم ستانکزي د ورتګ مخه ونیسي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي، استیضاح د دوی قانوني صلاحیت دی، خو په اوسنیو شرایطو کې د ملي امنیت د رئیس استیضاح مناسب کار نه‎دی.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست وايي، ښاغلی ستانکزی د ولسي جرګې د لومړي مرستیال همایون همایون په غوښتنه استیضاح کېږي.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست
د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست

دی زیاتوي:

"د دې استیضاح ډېر لېوال همایون همایون دی او امضاوې هم ده راټولې کړي، نو کېدای شي چې په خپلو کې ستونزې او سیاسي رقابت ولري، خو زه په ډاګه ویلی شم چې د امنیت رئیس به سلب صلاحیت نه‎شي."

تېره ورځ "چهارشنبه" د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د جرګې عمومي غونډه کې وویل چې ۴۸ وکیلانو د ملي امنیت د رئیس د اسیضاح لپاره خپل غوښتنلیکونه اداري پلاوي ته سپارلي دي.

د ښاغلي ابراهیمي په خبره اسیضاح د ولسي جرګې صلاحیت دی او د رئیسانو کمېټې پرېکړه وکړه چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ معصوم ستانکزی استیضاح شي.

ښاغلی ستانکزی د ولسي جرګې د لومړي مرستیال همایون همایون په غوښتنه استیضاح کېږي.

که څه هم د ښاغلي ستانکزي د استیضاح د لاملونو په اړه عبدالرؤف ابراهیمي جزئیات ورنه‎کړل، خو د جرګې یو شمېر غړي چې د استیضاح غوښتونکي دي وايي، دا چې ملي امنیت ولې تر ډېره د مهمو پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی، باید د ملي امنیت رئیس‌یې په اړه ځواب ووايي.

اخوا اجرائیه ریاست بیا وايي چې استیضاح د ولسي جرګې حق دی او په‎دې موضوع کې د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د تقابل مسئله نه‎ده مطرح.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي د پنجشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال د ښاغلي ستانکزي استیضاح یو عادي امر وباله.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي

خو د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان هم وايي چې ولسي جرګه د وزیرانو د استیضاح صلاحیت لري، خو د ملي امنیت عمومي رئیس استیضاح غیر قانوني ده.

د حقوقي چارو کارپوه خالد سادات وايي:

"ولسي جرګه یوازې مکلفیت لري چې د افغانستان د اساسي قانون د ۹۱مې او ۹۲مې مادې پر اساس وزیران استیضاح کړي او د قانون له مخې د ملي امنیت د رئیس استیضاح د ولسي جرګې صلاحیت نه‎دی."

د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر او د ملي امنیت عمومي ریاست په‎دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو خالد سادات وايي چې د قانون پر اساس ولسي جرګه د ملي امنیت عمومي رئیس ته د باور رأیه ورکوله، اما د بېرته اخیستو واک‌یې نه‎لري او یوازې ولسمشر کولای شي چې نوموړی له دندې لیرې کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG