په افغانستان کې د امریکايي سمندري ځواکونو د نوي مأموریت د پیلېدو په اړه راپورونه په دغه هېواد کې د بېلابېلو نظرونو سره مل دي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې د دغو ځواکونو عملیات مهم بولي وايي چې دا ځواکونه کولای شي د حکومت له واکه وتلې سیمې بېرته ونیسي.
د یادې جرګې د دفاعي کمېسیون غړي خالد پښتون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د امریکا د سمندري ځواکونو مأموریت یوه اړتیا ده، خو تر څنګیې باید پر پاکستان هم فشارونه ډېر شي.
نوموړي زیاته کړه:
"کله چې د امریکا بحري ځواکونه افغانستان ته راځي د دوی تحرکات ډېرېږي او دا کار د افغانانو په ګټه دی او د امنیت په راوستلو کې مرسته کوي، خو د دې تر څنګ که نړیواله ټولنه پر پاکستان جدي فشارونه وارد نهکړي فکر نهکېږي چې یوازې نظامي لار دې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو او د سولې او ثبات لپاره څه ګټه ولري."
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نوي راپور کې راغلي دي چې د امریکا بحري ځواکونه د افغانستان لپاره په نوي مأموریت کې شامل شوي او دا مأموریت د هغې سیمو د بېرته نیولو لپاره دی چې دا مهال د وسلهوالو مخالفینو په واک کې دي.
په دغه راپور کې راغلي، دا وخت طالبان د افغانستان په ۵۶ سلنه خاوره کې فعالیت لري چې د امریکا سمندري ځواکونه بهيې د بېرته نیولو مأموریت پر مخ یوسي، په راپور کې د دغو ځواکونو د شمېر په اړه څه نهدي ویل شوي.
خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې د امریکا سمندري ځواکونه په مخامخ جګړو کې برخه نهاخلي، بلکې د افغان ځواکونو سره به د وسلهوالو مخالفینو په ځپلو کې مرسته وکړي.
له دې سره د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، په افغانستان کې د وسلهوالو مخالفینو د ځپلو تر ټولو غوره لار د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړي کول دي، نه د امریکايي سمندري ځواکونو نوی مأموریت.
له ډلې یې محمد اګل مجاهد وايي:
"د امریکايي ځواکونو له راتګ څخه غوره دا ده چې د کمیت او کیفیت لهخوا د افغان ځواکونو وړتیاوې لوړې شي ځکه چې د امریکايي ځواکونو راتګ د دښمن لپاره پلمه ګرځي، بله دا چې د سیمې هېوادونه له امریکا سره مخالفت لري، د دې کار زیان دا دی چې دوی به هم د امریکا په خلاف جګړه ډېره او ترورېستي ډلې پیاوړې کړي."
تېر کال هم د امریکا د سمندري ځواکونو ۳۰۰ کسیزه ډله په ناامنه ولایت هلمند کې مېشت شول تر څو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دولت د وسلهوالو مخالفینو په ځپلو کې مرسته وکړي.
د افغانستان د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر افغانستان ته د نویو امریکايي سمندري ځواکونو د لېږد په اړه بېخبري ښودلې.
خو له دې وړاندې افغان چارواکو تل ټينګار کړی چې د ترورېزم سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې په تېره بیا د امریکا د متحده ایالاتو لهخوا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا اړتیا ده.
راپور: یوسف خان ځدراڼ