د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۸

کورنیو چارو او دفاع وزارتونو له ښوونځیو د سنګر په توګه ګټه اخیستنه رد کړه


د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو له ښوونځیو د سنګر په توګه د افغان پوځیانو ګټه اخیستنه رد کړه.

په داسې حال کې چې د افغانستان د پوهنې وزارت ادعا کړې چې د وسله‌والو مخالفینو سربېره افغان پوځیان هم له ۶۷ ښوونځیو څخه د سنګر په توګه ګټه اخلي، خو د کورنیو چارو وزارت دغه ادعا ردوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۸» ازادي راډيو ته وویل افغان پوځیان نه، بلکې وسله‎وال مخالفین په ښوونځیو کې ځان پټوي او د افغان پوځیانو پر ضد جګړه کوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

دی وايي:

"هېڅ‎کله هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له ښوونځیو او جوماتونو استفاده نه‎ده کړې او له ځینو سرچینو نه چې په‎دې اړه کوم راپور خپور شوی، هغه موږ ردوو."

نوموړی زیاتوي، ټولو پوځي قوماندانانو ته لارښوونه شوې، که دښمن په ښوونځیو کې سنګر نیولی وي، له هغه سره په احتیاط برخورد وکړئ، څو د زیانونو مخه ونیول شي.

په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل ویلي چې په ښوونځیو کې مورچلو او سنګر نیولو اندېښمن کړي دي.

نوموړی وايي، روان لمریز کال وسله‎والو مخالفینو یو شمېر ښوونځي سوځولي دي.

ښاغلي حمقل ازادي راډيو ته وویل، دغه وضعیت د دې لامل شوی چې یو شمېر زده‎‌کوونکي ښوونځیو ته له تګه پاتې شي.

له دې سره په خوا کې د پوهنې وزارت وايي، له زرو څخه د زیاتو ښوونځیو تړل کېدل، بې‎وزلي، ناامني، د ښځینه ښوونکو کموالی او د ټولنې ناوړه دودونه د دې لامل شوي چې درې نیم میلیونه په شرایطو برابر افغان زده‎کوونکي ښوونځيو ته له تګه پاتې شي چې د دغه شمېر ۷۵ سلنه‌یې نجونې دي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل
د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل

په ورته وخت کې د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش هم له ښوونځیو څخه د سپر په توګه د افغان پوځیانو استفاده رد کړه.

وسله‎والو طالبانو هم په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

بل‎خوا د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده‎کړو کمېسیون ټینګار کوي چې پوهنه باید له سیاسي او پوځي لوبو لیرې وساتل شي.

د دغه کمېسیون مرستیال خلیل‎الله شهیدزاده له ازادي راډیو سره په خبرو کې له وسله‎والو مخالفینو وغوښتل چې هدف ته د رسېدو لپاره باید له پوهنې د یوې وسیلې په توګه کار وانه‎خلي.

دی وايي:

"تل زموږ غوښتنه او د خلکو ارزو دا وه چې ښوونځي دې له سیاسي او نظامي لوبو لیرې وي، ځکه چې زیان‌یې پاکو ماشومانو ته رسېږي، خو له بده‎مرغه ناتعریف شوې جګړې په ښوونځیو، جوماتونو او د اوسېدو په ځایونو رحم نه‎کوي."

نوموړی ټینګار کوي چې له ښوونځیو د سنګر په توګه د ګټې اخیستنې لوی زیان ماشومانو او پوهنې ته رسېږي.

ښاغلی شهیدزاده زیاتوي چې د پوهنې زیانمنېدل د ټولنې پرمختګ ننګولای شي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG