د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۷

ټرمپ: که سوریې بیا کیمیاوي برید وکړ، بیا به حمله پرې وشي


وروسته له هغې چې امریکا، بریتانیا او فرانسې د کیمياوي وسلو په ګډون، د سوريې پرڅو مهمو پوځي اهدافو توغندي وویشتل، د امریکا متحده ایالات وایي، که سوریې بیا کیمیاوي برید وکړ، بیا به حمله پرې وشي.

د سوریې رژیم ته دغه نوی خبرداری بیاهم د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ورکړی.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د شنبې په ورځ د امنیت شورا غونډې ته وویل چې دې سهار له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړې او هغه ورته وویل چې که د سوریې رژیم بیا له زهرجنو ګازو کار واخلي، متحده ایالات لاس په ماشه دی او بیا به پرې حمله وکړي.

نیکي هیلي
نیکي هیلي

نیکي هیلي زیاته کړه، کله چې زموږ ولسمشر سره کرښه باسي، هغه عملي کوي.

دغه خبرداری وروسته له هغې ورکول کېږي چې امریکا، بریتانیا او فرانسې د شنبې په شپه د سوریې یو لړ پوځي اهداف او هغه مراکز چې کیمیاوي وسلې تولیدوي، تر بریدونو لاندې ونیول.

په عین حال کې د ملګروملتونو امنیت شورا د روسیې له خوا د یوه پرېکره لیک هغه مسوده چې پر سوریې د امریکا، بریتانیا اوفرانسې د بریدونو د غندلو غوښتنه پکې شوې، تصویب نه کړه. د روسیې په ګډون د امنیت شورا له ۱۵ غړو یوازې ۳ هېوادونو، چین او بولوویا هغې ته مثبته رأیه ورکړه.

د امنیت شورا اتو غړو هغه رد او څلورو نورو ورته ممتنع رأیه ورکړه.

په ملګروملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا دغه برید له نړیوال قانون څخه سرغړونه وبلله او ویې ویل، دوی پرته له دې چې په دوما کې د اپرېل د اومې نېټې د کیمياوي برید د ادعا په اړه د کیمياوي وسلو د څارنې د سازمان نتیجې ته انتظار اوباسي، دغه برید وکړ.

د کیمياوي وسلو د مخنیوي د سازمان څارونکي د شنبې په ورځ دمشق ته رسېدلي او ټاکل شوې چې نن د پېښې په ځای کې د کیمياوي برید د ادعا په اړه څېړنې پیل کړي.

پر سوریې د امریکا، فرانسې او بریتانیا د راکټي بریدونو په اړه جنرال کینیت مک کینزي د شنبې په ورځ په پنتاګون کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د سوریې د رژیم د کیمياوي وسلو درې مهم ځایونه په نښه شوي وو.

د هغه په وینا، دمشق ته نېږدې د بارزا د کیمياوي وسلو د تحقیقاتي او پراختیایي مرکز باندې ۷۶ توغندي ویشتل شوي چې هغه له منځه یوړل شو.

مک کینزي دغه راز وویل چې ۲۲ توغندي حمص ته نېږدې د حیم شینشار د کیمياوي وسلو د زېرمو پر یوې ودانۍ لګېدلي او اوه نور په همدې سیمه کې ترځمکې لاندې د کیمياوي وسلو پر ډیپوګانو ویشتل شوي چې ټول په خپل هدف لګېدلي دي.

مک کینزي وویل، دغه عملیات دقیق، پراخ او اغېزمن وو چې په نتیجه کې یې د سوریې د رژیم د کیمياوي وسلو پروګرام څو کلونه شاته وغورځول شو.

په عین حال کې د سوریې پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دمشق ته نېږدې ختیځه غوطه له یاغیانو په بشپړه توګه پاکه شوې او د دولت تر کنټرول لاندې راغلې ده.

د سوریې په شمالي برخه کې بیا د سوریې د چارو یوې څارونکې ډلې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی.

په دې سیمه کې د سوریې پلوي ایراني او شیعه ځواکونه مېشت دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د دې چاودنې چې پرون شنبه وشوه، علت یې لا څرګند نه دی، خو کېدای شي چې هوايي حمله یا تصادفي چاودنه وي.

د دې ډلې مشر رامي عبدالرحمان ویلي، د چاودنې سیمه په دې مشهوره ده چې هلته د سوریې د رژیم ملاتړي ایرانیان او افغان ملېشه ځواکونه مېشت دي.

XS
SM
MD
LG