د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۱ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۲۳

افغانستان ما: د سولې د ټینګښت لپاره ځای ناستې طرحې هم لرو


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو او د افغانستان د سولې په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

  • افغانستان ما

افغانستان ما خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې موضوع راخېستې او د سولې د عالي شورا د دارلانشا د رئیس اکرم خپلواک په حواله یې لیکلي چې د سولې د ټینګښت لپاره ځای ناستې طرحې هم لرو.

د مطلب لیکوال لیکلي چې ښاغلي خپلواک ویلي، که وسله‎وال طالبان د سولې وړاندیز ته ځواب ونه‎وايي، دوه نورو پلانونه هم طرحه شوي چې له خلکو سره په مشوره به پلي شي.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې موږ د سولې لپاره محتاطانه خوشبینه یو، ځکه پر طالبانو کورني او بهرني فشارونه ښايي دوی سولې کولو ته اړ کړي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې ښاغلي خپلواک ویلي، د سولې عالي شورا د سولې د ټینګښت په هدف رامنځته شوې ده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په‎دې اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حواله لیکلي چې د انتخاباتو په چارو کې لاس‎وهنه په هېڅ ډول د قبول وړ نه‎ده.

په مطلب دا هم راغلي چې ولسمشر ویلي؛ د امنیتي، دفاعي او ملکي هېڅ یوې قوې له‎خوا باید په انتخاباتو کې مداخله ونه‎شي او له انتخاباتي کاندیدانو یې هم غوښتي چې باید د ورته ستونزو د مخنیوي په هدف د انتخاباتو قانون په غور سره مطالعه کړي.

په مطلب کې دغه شان د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مرستیال معاذالله دولتي په حواله راغلي چې د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر پیل د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره د افغان حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ټینګې ارادې ښکارندويي کوي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې هم په‎دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني له خلکو وغوښتل چې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په بهیر کې ګډون وکړي.په مطلب کې راغلي چې ولسمشر او مېرمن یې بي بي ګل غني پرون شنبې رسماً د خپلو نومونو په لیکولو سره دغه بهیر پرانېست.

  • ویسا

خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په‎دې اړه لیکلي چې د افغانستان ولسي جرګې د سولې په عالي شورا انتقاد کړی او ویلي دي چې نوموړې شورا د سولې د ټینګښت په برخه کې مؤثره نه‎ده تمامه شوې.

په مطلب کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په حواله راغلي چې د سولې عالي شورا یو قوي او سنجول شوي پروګرام ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG