د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

ولسمشر غني: حکومت د روان کال د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره جدي اراده لري


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت د روان کال د میزان د میاشتې په ۲۸ مه د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره جدي اراده لري.

د حمل د میاشتې په ۲۵ مه د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې د پروسې له پیلېدو سره همهاله د ملي یووالي حکومت مشران د نوم لیکنې مرکزونو ته ولاړل او یو ځل بیا یې په خپل وخت د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د انتخاباتو د کمېسیون په چارو کې مداخله نه کوي او نور ټول حکومتي چارواکي هم باید د کمېسیون خپلواکۍ ته درناوی ولري.

ښاغلي غني له کمېسیون او قضائیه قوې هم وغوښتل چې سرغړوونکو سره قانوني چلند وکړي

ولسمشر غني زیاته کړه:

"د ملي یووالي حکومت د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره نیت، اراده او واضح ژمنه لري، زه د کمېسیون استقلالیت ته احترام لرم او که چېرته تاسو وړه مداخله ولیدله، ما ته یې اطلاع راکړئ، د انتخاباتو په چارو کې د امنیتي، دفاعي او ملکي غړو مداخله د منلو نه ده."

ولسمشر غني دغه شان د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه هم وغوښتل چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو انتخابات په شفاف ډول ترسره کړي.

د ولسمشر غني په ګډون لومړۍ مېرمن بي بې ګل غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او ځینو نورو حکومتي چارواکو هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړه.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د نوم لیکنې بهیر د شنبې په ورځ رسماً په ټول افغانستان کې پیل شو.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې په ۳۴ ولایتونو کې به نېږدې ۱۵۰۰ مرکزونه د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره پرانیستي وي.

د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه د تابعيت د تذکرو پر اساس ترسره کېږي.

دا پروسه به لومړۍ د ولایتونو په مرکزونو کې پیل او له هغې وروسته به ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو ته وغځول شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د روان لمریز کال د میزان د میاشتې اته وېشتمه نیټه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ته ټاکلې ده.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د انتخاباتي اصلاحاتو یوه برخه بولي او وايي چې دغه لړۍ په انتخاباتو کې د درغلیو د مخینوي لپاره ګټوره تمامېدای شي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي دغه شان د انتخاباتي کمېسیونونو په کار کې د حکومت له لورې د نه مداخلې په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل:

"انتخابات به په خپل وخت کې ترسره شي او حکومت ژمن دی چې په انتخاباتو کې مداخله ونه کړي."

له دې ټولو سره سره فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ د پروګرامونو مسؤل نعیم اصغري بیا د نوم لیکنې د پروسې په برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي کمزوری بهیر د اندېښنې وړ بولي.

د نوموړي په خبره، دغه مسئله نیغ په نیغه په انتخاباتو کې د خلکو په ګډون منفي اغېز لري او د انتخاباتو مشروعیت به تر پوښتې لاندې راولي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا وايي، په دغو انتخاباتو کې یې د خلکو د پراخ ګډون په هدف یو شمېر پروګرامونه وار له مخه پیل کړي دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG