د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۱۹

د سولې غوښتنې پرلتونو د جګړې خلاف څومره ذهنیتونه پياوړي کړي!


د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د امن او ثبات لپاره د پرلت د خیمو ګډونوال وايي، غږ یې د جګړو خلاف ذهنیتونه پیاوړي کړي دي.

پر افغان خاوره د امن او سولې لپاره په یوه وخت کې یو غږ او یوه غوښتنه، خو د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو، قشرونو او قومونو له‌خوا.

په جګړو کې پر ښکېلو خواوو د اوربند دا غږ میاشت وړاندې له مرکز کابل څخه پیل شو، خو اوس له کابله تر زابله، له هلمنده تر کندزه، له ننګرهار نه تر کندهاره، له بغلانه تر لغمانه او له پکتیا تر خوست، غزني، کونړ، بلخ، هرات او نورو ولایتونو رسېدلی.

په هرات ولایت کې پر افغان خاوره د امن او ثبات د ټينګښت لپاره د پیل شوي اعتراض یوه تنظیموونکي فقیر احمد بیانګر ازادي راډيو ته وویل چې جګړو د خلکو حوصله ختمه کړې او دغه ولسي حرکت خورا ښه ملاتړ تر لاسه کړی دی.

په هرات کې د پرلت خیمه.
په هرات کې د پرلت خیمه.

نوموړي زیاته کړه:

"په دغې اعتراضیه ناسته کې د ټولنې د هرې طبقې وګړي او هغه کسان چې پر افغانستان‌یې زړه سوځي ګډون لري، زموږ ټینګار پر دې دی چې په جګړه کې ښکېلې خواوې سولې ته غاړه کېږدي او افغان وژنه نوره بس کړي."

دی وايي، دا حرکت به تر هغې دوام وکړي ترڅو يې په جنګ کې ښکېلې خواوې غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

په روانه حمل میاشت کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ورهاخوا په یو شمېر بهرنیو هېوادونو لکه سویډن، اسټرالیا، جرمني او د امریکا په واشنګټن کې هم هلته د مېشتو افغانانو له‌خوا په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د دغو پرلتونو په ملاتړ غونډې وشوې.

له دې سره د کندز په هغه څلور لارې کې چې د جګړو خلاف او د سولې په ملاتړ اعتراضیه خیمه درول شوې په کوم ځای کې چې شااوخوا دوه کاله وړاندې د کندز د سقوط پر مهال د وسله‌والو طالبانو بیرغ رپېده.

د غزني پر مرکزي څلور لارې د طالبانو بیرغ.
د غزني پر مرکزي څلور لارې د طالبانو بیرغ.

د دغې خیمې یوه ګډون کوونکي عزت‌الله حبیبي ازادي راډيو ته وویل چې دلته هر جنګ ځپلي او دردېدلي افغان خپل درد راوړی او د ستونزو پر حل مشورې کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغې خیمې څخه د سولې خبرې د مخالفینو سره هم کېږي او د هغوی پیغام هم اورو او ډاډمن یو چې د دوی پیغام به هم راشي موږ هیله‌مند یو چې له دغه حرکت څخه ښې نتیجې تر لاسه کړو او سولې ته ورسېږو."

د کندز د پرلت خیمه
د کندز د پرلت خیمه

له دې ټولو سره سره اوس پوښتنه دا ده چې د نږدې یوې میاشتې له تېرېدو وروسته دغو ناستو او پرلتونو څه پایله هم ورکړې او کنه؟

د هلمند د پرلت خیمې یو تنظیموونکی اقبال خیبر وايي چې دغه حرکت د جګړو خلاف ذهنیت جوړ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ اوس په تېرو څه باندې ۲۰ ورځو کې دې ته رسېدلي یو چې په ذهنونو کې د جګړې د له‌منځه وړلو لپاره بستره هواره کړو، دواړه لوري هم نرم شوي او موږ په سیمه‌ییزه کچه ډېرې ښې نښې نېښانې او شنه څراغونه تر لاسه کړي. دا وخت خبره یوازې اوس د دوی مشرانو ته پاتې ده."

دی وايي، په تېرو ۱۷ کالونو کې باور کول ډېر زیانمن شوی دی، خو د ده په وینا دغه ولسي حرکت دا ارزښت بېرته ژوندی کړی او هڅه کوي چې په راتلونکي کې د لویو غونډو د جوړېدو زمینه برابره کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG