د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۲۵

په کندهار کې بمي چاودنې دوه ماشومان ټپيان کړل


چاودنه پرون سې شنبه ناوخته د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د نورزي په کلي کې پر پلي روانو ماشومانو شوې چې له امله‎یې دواړه ټپيان شوي دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ مرستیال ویاند مطيع‎الله هلال وایي چې ماين وسله‎والو خښ کړی و او په چاودنه کې ټپي شوي ماشومان هم د پوليسو له لوري روغتون انتقال شوي چې اوس‌يې روغتيایي حالت ښه‎دي.

تر اوسه هېڅ يوې ډلې په‎دې تړاو تبصره نه‎ده کړې.

XS
SM
MD
LG