افغانستان
د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د وروستیو پیښو او سیلابونو په نتیجه کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي
د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د وروستیو پیښو او سیلابونو په نتیجه کې ۱۱ کسه مړه او ګن نور ټپیان شوي دي.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پیښو سره د مبارزې اداره وايي دغه کسان پنجشیر، بغلان ، تخار او پکتیا ولایتونو کې د ورښتونو ، سیلابونو او تلندې او بریښنا له کبله مړه او ۱۵ نورتپيان شوي دي.
دیادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه مرګ ژوبله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې رامینځ ته شوې او برسیره پردې ۱۰۷ کورونه په بشپړه توګه او ۱۴۰ کورونه په جزئي توګه ویجاړ شوي او ۲۷۸ جریبه کرنیزه ځمکه هم له مینځه تللې ده .
نوموړی زیاتوي چې په مجموع کې په دغو ولایتونو کې ۲۴۱ کورنۍ اغیزمنې شوي دي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان یو له هغو لسو هیوادونو څخه دی چې داقلیمي بدلون څخه ترټولو زیات اغیزمن شوي دي چې نتایج یې کله ناکله خلکوته ځاني او مالي زیانونه اړوي.
د رسمي شمیرو په اساس، د وري له شپږمې را هیسې څه دپاسه ۳۶۰ تنه د طبیعي پیښو له امله افغانستان کې مړه شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو د دفاع وزیر د مسکو په نړیوال امنیتي کنفراس کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد مسکو ته په سفر تللی دی.
د دفاع وزارت نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې ویلي،" مجاهد د مسکو په نړیوال امنیتي کنفراس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی".
د مسکو د نړیوال امنیتي کنفراس نن سه شنبې پیلږي او تر جمعې ورځې به دوام وکړي.
د دغه کنفراس اجنډا په سیمه کې پر امنیتي ننګونو او همکاریو خبرې اتري دي.
طالبانو د لوی اختر په مناسبت له زرو زیات زندانیان ازاد کړل
د طالبانو حکومت د لوی اختر په مناسبت له زرو زیات زندانیان راخوشي کړي.
د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند نسیم لالهاند نن سه شنبې رسنیو ته په غږیز پیغام کې ویلي" د سترې محکمې له منظورۍ وروسته د هېواد له زندانونو ۱۱ سوه ۹۱ تنه زندانیان راخوشي شول".
د دې ادارې په خبره، دغه کسان د یو شفاف بهیر له مخې راخوشي شوي څو وکولی شي د اختر خوشالۍ له خپلو کورنیو سره ولمانځي.
نن سه شنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده
نن سه شنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده.
دا ورځ چې د حج د مراسمو یو لوی رکن بلل کیږي حاجیان په کې د عرفات پر غونډۍ او شاوخوا دښتو کې راټولیږي او ټوله ورځ په دعا او عبادتونو تیروي.
پر عرفات دریدل د حج مهم رکن دی او که له چا پاتي شي په دې مانا دی چې د حج یو مهم رکن ترې پاتې شو، نو ځکه حاجیان عرفې ته د رسیدو هڅې کوي.
حاجیان له لمر لویدو وروسته مزدلفې ته روانیږي او سبا چهارشنبې د لوی اختر لومړی ورځ ده.
سږکال د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو څه باندې یو نیم میلیون مسلمانان د حج ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.
افغانستان کې د زنداني خبریالانو د وضعیت په هکله اندیښنه
د خبریالانو د ملاتړ یو سازمان افغانستان کې د زنداني خبریالانو د وضعیت په هکله اندیښنه څرګندوي.
دافغانستان د رسنیو دملاتړ سازمان (امسو) د دوشنبې ورځې اعلامیه کې وویل چې احمد جاوید نیازی ، منصور نیازی او عمران دانش چې په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا نیول شوي له خپلو ترټولو ابتدايي حقوقو څخه هم محروم دي.
امسو د سرچینو په حواله زیاتوي چې دغه خبریالان د مدافع وکیل د استخدام او د خپلو کورنیو له غړو سره د لیدو کتو حق نه لري.
یاد سازمان وايي چې ۵ کسه نور خبریالان او درسنیو فعالان چې لدوی مخکې نیول شوي دي هغو هم د سخت فشار لاندې دي.
د طالبانو حکومت ددغو خبریالانو د نیولو په هکله رسما څه نه دي ویلي خو مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.
واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته په خبریالانو باندې محدودیت او فشارونه زیات شوي دي او دخبریالانو دنیول کیدو پرله پسې پیښو اندیښنو ته لمن وهلې.
افغان فوټبالره خالده پوپل دنړۍ د فوټبال د وتلیو ۱۶ څیرو په لیست کې شامله شوه
ملګرو ملتونو افغان فوټبالره خالده پوپل دنړۍ د فوټبال د ۱۶ وتلیو څیرو په لیست کې شامله کړه.
ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په تبعید کې د افغان ښځو د فوټبال د ټیم دغه غړې او د فوټبال نور ۱۵ لوبغاړي او روزونکي د "اهدافو لپاره د فوټبال" ترعنوان لاندې لیست کې شامل شوي دي.
ملګري ملتونه وايي دغه کسان دثبات، جنسیتي برابري، شمولیت او بشري حقوقو لپاره د غیررسمي سفیرانو رول لوبوي.
دغه لیست د مې په ۲۵ مه د فوټبال د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان شو.
خالده پوپل دافغانستان دښځینه فوټبال د پیژندل شویو لوبغاړو څخه ده چې د افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم یې تاسیس کړی دی.
خو واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته ښځې له ګڼو ورزشونو او فوټبال څخه منع شوي دي.
خو له ګڼو هلوځلو وروسته د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا)، د ۲۰۲۵ کال می میاشت کې ومنله چې افغان ښځې په تبعید کې خپل ټیم جوړ او په نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي.
په تیرو درې ورځو کې ۳۷۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو آزاد شوې دي
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د سلګونو افغانانو د خوشې کیدو خبر ورکوي.
دې وزارت نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په تیرو درې ورځو کې ۳۷۳ افغان کډوال د پاکستان له بیلابیلو زندانونو آزاد او بیرته خپل هیواد ته ستانه شوې دي. د دې وزارت په خبره دغه افغانان د پاکستان له مختلفو ښارونو څخه د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي او بندیان شوي وچې ۲۹۶ یې د تورخم او ۷۷ تنه یې د سپین بولدک له لارو هیوادته ستانه شوي دي. د دې وزارت په خبره له دوی سره لازمې بشري مرستې شوي او خپلو اصلي مینو ته استول شوي دي. که څه هم نده څرګنده چې په اوس وخت کې څومره افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې ساتل کیږي، خو د هغوی د خوشې کیدو له بهیرسره د پاکستاني چارواکو له خوا د نورو افغان کډوالو د نیولو او بندیانولو بهیرهم دوام لري.
ملګري ملتونه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو له امله په یوشمیرولایتونو کې له سل زرو زیات کسان بې ځایه شوي دي
ملګري ملتونه وایي، د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو راهیسې، د خوست، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو څخه له سل زرو زیات کسان بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د دواړو لورو ترمنځ نښتو بنسټیزو خدماتو ته د خلکو د لاسرسي پر وضعیت هم اغېز کړی دی.
له جګړو او نښتو اغیزمن شویو یوشمیر افغانانوهم له رادیو ازادي سره په خبرو کې د دغو شخړو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د «غضب الحق» پوځي عملیات به په افغانستان کې په «پوره قاطعیت» سره دوام وکړي. د طالبانو د حکومت چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې د پاکستان بریدونو ته به متقابل ځواب ورکړي.
په کابل کې وسله والو بریدګرو څلور کسان وژلي دي
په کابل ښار کې د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي الله ګل مجاهد د زوی احسان الله په شمول څلور کسان په یوه وسله وال برید کې وژل شوي.
په کابل د طالبانو امنیتي چارواکو رسنیو ته تایید کړې چې دا پېښه د یکشنبې په ماسپيښین شهزاده سرای ته نږدې د زرګرانو په بازار کې شوې.
په وژل شویو کې د الله ګل مجاهد زوی احسان الله، د هغه یو ساتونکی، یوه عامه ښځه او یو عام سړی وژل شوي.
د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې دوی پلټنې پیل کړي او سمدستي یې د الله ګل مجاهد د یوه وراره په شمول دوه کسان د دې پېښې په تړاو نیولي.
الله ګل مجاهد د پخوانۍ ولسي جرګې غړی له لانجمنو څېرو څخه دی چې د طالبانو په بیا واکمنېدو نیول شوی وو.
دی تر څه وخت وروسته خوشې او له افغانستانه ووت.
خو په بیا راتلو سره د ۱۴۰۲ کال په سرطان/چنګاښ کې ونیول نیول شو او د طالبانو یوې محکمې د طالبانو د استخباراتو د یوه غړي د وژنې په تور په اتلس کاله بند محکوم کړ.
طالبانو په بلوچستان کې په اورګاډي برید غندلی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په عامه سفر کوونکو وروستۍ چاودنه چې له امله یې ګڼ ملکیان مړه او ټپیان شوي غندي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.
د بلوچستان په کوټه کې په یوه اورګاډي بمي چاودنې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان کړل.
په دغه اورګاډي کې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د هغوی د کورنۍ غړي ناست وو.
د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې په کویټه کې د خونړۍ بم چاودنې مسولیت ومانه.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف دا بمي برید غندلی او بزدلانه یې بللی دی.