د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

په ارزګان کې ښځو هم د سولې په‌پار د پرلت خیمه ووهله


د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د نارینه‎وو تر څنګ نن د سې شنبې په ورځ ښځو هم پر وسله‎والو طالبانو او دولت د سولې غږ وکړ او د پرلت خیمه‌یې ووهله.

د پرلت د دغو خیمو څخه خلکو او ښځو يو ځل بیا پر وسله‎والو طالبانو او دولت غږ
وکړ چې اوربند اعلان کړي او روانه جګړه دې پای ته ورسوي او خپل‌منځي ستونزې دې د خبرو له لارې هوارې کړي.

د پرلت ګډون‌وال
د پرلت ګډون‌وال

له دې ورهاخوا د دغه ولایت په ګاونډ غزني ولایت کې هم خلکو د پرلت خیمه
وهلې او د سولې غوښتنه کوي.

دا په‎داسې حال کې ده چې له تېرو شااوخوا ۲۰ ورځو راهیسې د افغانستان په زیات
شمېر ولایتونو کې خلکو د سولې غوښتلو په موخه د پرلت خیمې وهلي، خو تر اوسه پورې یې غوښتنې نه‎دي منل شوي.

د ازادي راډيو خبریال شریف‎الله شرافت‌يې په اړه بشپړ راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG