د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د عامې روغتیا له سکټور سره د نړیوالو مرستو د کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو د نړیوال بانک له مرسته شویو ۶۹۱ میلیونه ډالرو څخه ۶۰۰ میلیونهیې د عامې روغتیا په سکټور مصرفېږي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۱» په افغانستان کې د نړیوال بانک د رئیس شوبهم چوهدري سره د دغو مرستو د تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې د عامې روغتیا، مخابراتو او بانکدارۍ د سکټورونو د ښهوالي لپاره د یادو پیسو مصرف د افغانانو لپاره ښه خبر دی.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي
نوموړی وايي:
"د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د نړیوال بانک څخه مننه کوم چې دا ۶۹۱ میلیونه ډالرهیې د دریېو پروژو لپاره چې موږ ته ډېرې مهمې دي، د بلا عوضو مرستو په توګه د افغان حکومت په واک کې ورکوي."
نړیوال بانک له افغانستان سره ۶۹۱ میلیون ډالره بلاعوضه مرسته وکړه.
د نړیوال بانک ۶۹۱ میلیونه ډالرو مرستې څخه بهیې ۶۰۰ میلیونه د عامې روغتیا، ۵۱ میلیونه به د مخابراتو او پاتې ۴۰ میلیونه د بانکدارۍ په سکټورونو ولګول شي.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د مرستې د تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې د مرستو په مصرف کې دوی ولس او نړیوالې ټولنې ته مسؤل دي.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز
د ښاغلي فیروز په خبره که څه هم په یادو پیسو د افغانستان د روغتیايي سکټور ټولې ستونزې نهشي حلېدای، خو لویه برخه بهیې حل شي.
په ورته وخت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي بیا وايي چې د مخابراتو سکټور ته ۵۱ میلیون ډالره ځانګړې شوې پیسې به د نوري فایبر کېبل له لارې د سیمې د هېوادونو په نښلېدو کې مهم رول ولوبوي.
د چارواکو د معلوماتو د ډیجیټل کاسا پروژې په عملي کېدو سره به له جنوي اسیا سره د منځنۍ اسیا د وصلېدو سربېره سلګونه مېګا واټه برښنا هم له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته ولېږدول شي.
Facebook Post
که څه هم د نړیوال بانک د مرستې لویه برخه د عامې روغتیا وزارت سره شوې، خو تازه د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ویلي چې په افغانستان کې په کلني ډول د هر افغان د روغتیايي خدمتونو لګښت پنځه ډالره دی چې ۳۵۰ افغانۍ کېږي.
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو. اېچ. او» د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
دغه سازمان ویلي چې ۴۰ سلنه افغانان د اقتصادي ستونزو له کبله روغتیایي خدمتونه نهشي ترلاسه کولای.
په کابل کې د نړیوال بانک د جنوبي اسیا د برخې مرستیاله ایټل سنهاوسر بیا هیله وښوده چې د یادو مرستو په مصرفولو سره په افغانستان کې مثبت تغییرات رامنځته شي.
د نړیوال بانک د جنوبي اسیا د برخې مرستیاله له اکلیل حکیمي سره
نوموړې وايي:
"موږ دغه پیسې د دریېو مهمو لومړیتوبونو لپاره لرو او لکه څنګه چې ما تل ویلي، کله چې موږ د تړون د لاسلیک مرحلې ته رسېږو، د چمتووالي د برخې کار بشپړېږي، خو د عملي کېدو سخته لړۍ پیلېږي، نو زه تاسو ته د بریا هیله کوم."
له دې ټولو سره سره د روغتیايي چارو متخصص او ډاکتر امانالله اشنا وايي، له افغانستان سره کېدونکې مرسته به هغه مهال نتیجه ورکړي چې پر ځای ولګول شي او د حیف او میل کېدو مخهیې ونیول شي.
د ښاغلي اشنا په خبره ۶۰۰ میلیونه ډالره چې د عامې روغتیا له سکټور سرهیې مرسته شوې ډېرې پیسې دي، اما پر ځای د مصرف کېدو او د مطلوبو نتیجو په اړهیې شک لري.
راپور: محمد حدیث پردېس