د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

د افغانستان په ۱۳ ولايتونو کې ۲۰۶ روغتيايي مرکزونه جوړېږي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ۱۳ ولايتونو کې ۲۰۶ روغتيايي مرکزونه جوړېږي.

د عامې روغتیا وزیر زیاتوي چې دغه روغتیايي مرکزونه په هرات، کندهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، بدخشان، تخار، بغلان، جوزجان، فاریاب، بامیان، غزني او کابل کې جوړېږي.

د يادو شویو پروژو قراردادونه د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۱۴» د عامې روغتيا وزير ډاکتر فېروز الدين فېروز او د تطبیق کوونکو مؤسسو ترمنځ لاسليک شول.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروز الدين فېروز
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروز الدين فېروز

ښاغلي فیروز د دغو قراردادونو په تړاو وویل:

"په مجموعي ډول دغه قراردادونه د نهه نیم میلیونه ډالرو په ارزښت دي، د ناامنیو تر څنګ زموږ وضعیت مخ په ښه کېدو دی او هیله‎مند یو چې نور افغانان دننه په هېواد کې له بشپړو روغتیایي اسانتیاوو برخه‌مند شي."

نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې د يادو شویو قراردادونو له مخې په دغه ولايتونو کې د روغتيايي کار کوونکو تنخواګانې هم ۴۰سلنه لوړې شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې هم د هېواد په ۱۸ ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو یو شمېر مرکزونه جوړ کړي دي.

د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو کیفیت باید معیاري او باکیفته وي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون رئیس مجیب‌الرحمن څمکني په دغې غونډه کې له عامې روغتیا وزارت څخه وغوښتل چې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو کیفیت ته ډېره پاملرنه وکړي.

نوموړی وايي:

"د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو کیفیت باید معیاري او باکیفته وي، باید ترې څارنه وشي، که خدمات لږ وي یا ډېر باید لومړیتوب کیفیت ته ورکړل شي."

د ولسي جرګې غړي وايي، که له روغتیايي مرکزونو په سمه توګه څارنه ونه‎شي یوازې د روغتیايي مرکزونو د شمېر په ډېرېدو سره به د خلکو ستونزې هوارې نه‎شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG