د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۲۷

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې بمي چاودنې شپږ ملکیان وژلي


د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې یوې بمي چاودنې شپږ ملکیان وژلي او نهه تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه د دوشنبې د ورځې په ماښام د ګڼې ګوڼې په یو بازار کې شوې ده.

د ښاغلي فرهاد په وینا نا معلومو کسانو چاودېدونکي مواد په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای کړي او د ریموټ کنټرول په وسیله‌یې چاودنه ورکړې ده.

د هرات د والي ویاند په وینا په وژل شویو کې څلور ماشومان او دوه سپین‎ږیري شامل دي.

د هرات د حوزوي روغتون مسؤل عارف جلیلي د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د شینډنډ د بازار له چاودنې ۱۲ تنه روغتون ته وروړل شوي دي چې متأسفانه درې تنو یې ساه ورکړه او نهه تنه نور ټپیان دي. په ټپیانو کې د درې تنو وضعیت خراب دی."

تېر ماښام دې چاودنې د شینډنډ په بازار کې څو دوکانونه هم ویجاړ کړي دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا پر غاړه نه‎دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG